مولانا طارق جميل وايي مرګونې بريد پرې شوی

د جاويد چودهری ډاټ کام د راپور ترمخه  مولانا طارق جميل په خپله يوه ويډيو کې وئيلي دی چې مرګونې بريد پرې شوی دی کله چې د تبليغ په وخت د پنجاب په يو کلی کې دېره وو د نامعلومه کسانو لخوا برمته شوی وو.

مولانا طارق جميل خپله کيسه داسې کوي

” د روژې مياشت وه, پيدل مزل مو وکړ, د ډېرې ستړيا د لاسه يو جمات ته ورغلو, هلته مو ډډه ولګوله چې څه وخت روسته څو کسان تبر, چاړو او نور وسلو سره زما خواته راغلل,  تر څو مړ مې کړي, ما داسې احساس وکړو چې د شهادت وخت مې راغی,  کلمه مې و ويله خو بيا همت وکړو چې  هغه کسانو ته مې و ويل چې د وژلو مخکې راسره خبرې وکړئ,  هغوي خبرو ته اماده شو, خبرې مې ورسره وکړې هغوي خپله وسله وغورځوله زما څخه يې بخښنه وغوښتله,  روسته هغه روژه  مو سره يو ځای ماته کړه او هم هغه ځای کې خدای ته زما شهادت منظور نه وو  ژوندی پاتې شوم.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.