ميا افتخار حسين د چين څخه د پاکستان او د افغانستان په امن کې رول لوبولو غوښتنه وکړه

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین وئيلې چې پاکستان او افغانستان دې خپل مينځ کښې اختلافات پخپله ختم کړي کومه چې د دوانړه ملکونو په مفادو کښې ده. ټی این این سره خبرو کښې میا افتخار حسین اوویل چې امرېکې خپله نوې پالیسې او د بریکس اعلامیې نه پس دا منطقه نن سبا نازک صورتحال سره مخ ده ځکه چې بریکس اعلامیه کښې افغانستان سره سره پاکستان کښې هم د وسله والو موجودګۍ په اړه خبرې اترې شوي او امریکې هم په ښکاره ټکو کښې وئیلې چې چرته وسله وال وي نو په ضد به ئي کاروائي کوي. میا افتخار حسین اوویل چې داسې حالاتو کښې پاکستان او افغانستان دوانړه ته په شریکه دا بدامني زر تر زره ختمول پکار دي ځکه چې دې له وجې د دریم نړي وال جنګ کیدو هم انديښنه ده. د ای اېن پي جنرل سیکرټري اوویل چې امنیت لپاره د پاکستان او افغانستان خپل مينځ کښې اختلافات ختمول لازمي دي کومه کښې چې د دريم ګړي کردار دا وخت صرف او صرف چین ادا کولی شي ځکه چې هغه دوانړه ملکونو ته قابل قبول دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.