ناټو په پاکستان کې د ترهګرو په اړه اندېښنه ښکاره کړه

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ وویل ددغه موسسې غړی هیوادونه په پاکستان کښې دترهګرو د پټنځایونو په اړه اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې دافغانستان ګاونډی هیوادونه باید ترهګرو ته پناه ځایونه ورنکړی .

دناټو مشر وویل دافغانستان طالبان باید پوه شی چې هغوې به دجنګ په میدان  کښې هیڅکله بریالی نشی .

دناټو مشر ینس اسټولټنبرګ وویل تر څو چې دافغانستان حکومت ښې  سیاسی حل لارې ته نه وی رسیدلی مونږ په افغانستان کښې ترډیرې مودې پورې پاتې کیدا ته تیار یوو او زیاته یې کړه ناټو دامریکا دولسمشر دنوی ستراتژۍ ملاتړ کوی .

هغه وویل مونږ ټولو په افغانستان کښې د ائتلافی ځواکونو دشمیر د زیاتولو فیصله کړی ده او جنګی عملیات به پرې نه ږدو او دافغانستان دحکومتی عسکرو روزنه او نوره مرسته به وکړو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.