نا امنیت، بټګرام کې د پاکستان او چین ترمینځه په سی پیک منصوبه کار ودرول شو

د ټی این این د راپور په اساس د خيبرپښتونخوا بټګرام ضلع کښي د سکيورټي انديښنو له وجې سي پيک په منصوبے روان تعميراتي کار اودرولے شوے دے۔
د سکيورټي زرائعو ترمخه د بټګرام کوزه بانډه نه تر چانچل او تهاکوټ پورې پنځويشت کلو ميټره سيمه کښي د سي پيک په منصوبه کار اودرولو سره دغلته کار کونکي عمله او سټاف کيمپونو ته ليږلے شوي دي او مزدورانو ته چهټي ورکړے شوے ده۔
زرائعي زياتوي چي د سي پيک په منصوبه کښي د بټګرام کوزه بانډه نه تر تهاکوټ پورې سړک او يو شمير په ځايونو پولونو جوړيږي په کومه چې د يوې اندازې تر مخه يوزر پورې مزدوران او د ماهرانو عمله کار کوي۔
سکيورټي زريعي وائي چي ڼ د ايون فيلډ ريفرنس کيس کښي د پخواني وزير اعظم نواز شريف په ضد فيصلي اورولے شي نو د دي د ردعمل په خاطر په دې علاقو کښي د سي پيک په منصوبے کار اودرولے شوے دے۔
بلخواه په منصوبے د کار اودرولو په وجه مقامي اولس کښي يره ترخه خپريدو سره مختلف قسمه ګنګوسي خپرې شوي دي۔
بلخوا د ځائي اولس وينا ده چي د نواز شريف په ضد فيصله راتلو سره دلته څه د خاص ردعمل طمع نشته خو په منصوبه د کار بندولو څه نوره وجه کيدے شي۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.