ننګرهار او لغمان کې د شلو زيات د کرايی ټټوان طالبان مردار کړی شو

د افغانستان دلغمان دوالی ویاند سرحدی خواک دسی شنبی په ورخ وویل:

 په تیرو 24 ساعتونو کی په لغمان ولایت کی په دری بیلابیلو سیموکی دامنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتی شوی چی له امله یی پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوی؛ او د دولت شاه ولسوالی لپاره د وسله والو طالبانو له لوری نومول شوی ولسوال حبیب الرحمن په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان زخمیان شوی او زیاته اندازه وسلی او مهمات هم له منخه تللی دی  دوالی ویاند وویل په دی نښتو کی دوه پولیس هم ټپیان شوی او یو تانک هم ویجاړ شوی دی وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی

د ننګرهار امنیه قوماندانی په یوی بیانیه کې لیکلی، چې دننګرهار ولایت نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایی برید په ترڅ کې اته داعش ترهه گر ووژل شول . 

خبرپاڼه زیاتوی، چې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د نازیانو ولسوالی اړوند سپینه ژی په سیمه کې هوایی برید ترسره کړې چې په ترڅ کې اته داعشیان وژل شوی . 

د امنیه قوماندانی په وینا، دمعلوماتو له مخې په ترسره شوی هوایی برید کې د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب او له منځه تللی دی . 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.