ننګرهار او لغمان کې د طالبانو او داعش مزدورانو قصابې وشوې

د ننګرهار دامنیه قوماندانی ویاند، حضرت حسین مشرقیوال، دچهارشنبی په ورځ وویل: تیره شپه ددی ولایت د هسکی مینی ولسوالی به اړوند سیمه کی دبهرنیو ځواکونو بی پیلوته الوتکی هوایی برید تر سره کړی، چی له امله یی په داعش ډلی پوری تړلی دوه بهرنی وسله وال وژل شوی، او دوه نور ټپیان شویدی.

 مشرقیوال وویل: په برید کی ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی؛ داعش ډلی تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی .

 آخوا دلغمان ولایت دوالی ویاند، سرحدی ځواک وایی تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو ددی ولایت د الینګار په ولسوالی کی پوځی عملیات تر سره کړی، چی له امله یی د ګل محمد عدالت په نوم د طالبانو دیو سیمه یز قوماندان په ګډون، اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوی، دری تنه ټپیان شوی او څلور تنه ددغه ځواکونو له لوری ژوندی نیول شویدی. ځواک وویل په عملیاتو کی ملکی وگړو ته زیان نه دی رسیدلی، او وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.