ننګرهار کې دوه ځانمرګي موخې ته د رسیدو مخکې د پولیسو لخوا مردار کړی شو

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې د پوله ساتو ځواکونو د 301 لوا مطبوعاتی مسئول ادریس مومند وایی: نن له غرمې وروسته دوو تنو ځانمرګو بریدګرو غوښتل د چاودونکو توکو ډک موټر د غنی خیلو په ولسوالۍ کښې د پوله ساتو ځواکونو د شپږم کنډک قرارګاه ته ننباسي چې د پولیسو له لورې له پیژندل کیدو وروسته پرې ډزې وشوې او په پایله کښې یې موټر چاودنه وکړه او دواړه برید ګر ووژل شول.

مومند وویل چې په دغه پیښه کښې پوله ساتو ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.  بل خوا عیني شاهدانو ویلي چې یو بریدګر په موټر کښې او بل پلی روان و چی د موټر د چاودنې له امله دواړه ووژل شول.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.