ننګرهار کې د الوتکو په بريدونو کې څوارلس داعش مزدوران د سپي په مرګ وژل شوی

دافغانستان په ننګرهار کې د پرله پسې څومې ورځې هم امریکائی بې پیلوټه الوتکو خپلو توغندوی بریدونو ته دوام ورکړی.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ  دافغانستان دننګرهار د والی ویاند عطا الله خوګیانی نن وویل په تیرو څلرویشت ساعتونوکی د بهرنیو عسکروبی پیلوټه الوتکی ددی ولایت په اچین او نازیان ولسوالیو کی دوه پرله پسی هوایی بریدونه  کړی چی پکی پنځه  داعشی وسله وال هلاک شوی او دهغوی وسلی او مهمات له منځه وړل شوی د ی .

د والی ویاند وویل په دغه بریدونو کی عاموخلکو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی. بل پلوه ویل کیږی چی تیره شپه دننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو پر خلاف پوځی عملیات  شوی چی له امله یی  دواړو لوریو ته مرګ ژوبله رسیدلی ده  خو رسنیو ته دخبر ترمخابیره کیداپورې  کره معلومات نه دی ورکړل شوی .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.