ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په تندر هوايی بريدونو کې يولس داعشيان مردار شوي

دافغانستان په ننګرهار کې دبهرنیو عسکرو په هوائی بمباریو کې د داعش ډلې یو سیمه ایز مشر سره د یوشمیر ملګرو هلاک شو

دافغانستان  دننګرهار د والی ویاند عطا الله خوګیانی نن په یولړ څرګندونو کې  وویل پرون ناوخته  ددی ولایت دهسکی مینی ولسوالۍ   په اوغز سیمه کی د  بهرنیو عسکرو رجنګی الوتکو هوایی بریدونه  کړی چی له امله یی  د داعش ډلی د یو سیمه ییز مشر طارق افریدی پشمول یولس داعشی وسله وال وژل شوی او دهغوی یوه ګادی او یوشمیر  سپکی او درنی وسلی هم له منځه وړل شویدی  .دوالی ویاند وویل په دغه بریدونو کی عاموخلکو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی .په دی باب نور جزیات نه دی ترلاسه شوی.

دغه راز دافغانستان دپوځ  ویندوي په  یوه خبر  کې وئيلي دي  دافغانستان په خوست  ولایت  کې  هم د طالبانوپر  مورچلو دبې پیلوټه الوتکې په توغندوي برید کې  لږترلږه شپږ طالبان  وژل شوي  چې په  هغو کې دطالبانو یو مهم کمانډر هم وژل شوی دی  او دغه  راز دهغوی یو شمیر  تجهیزات او مهمات هم تباه شوي دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.