ننګرهار کې د سرحدی پوليسو قومندان ايوب حسين خيل په مرګونی بريد کې روغ ووت

د افغانستان د ننګرهار دوالی ویاند، عطا اله خوګیانی، نن د یکشنبی په ورځ وویل؛ غرمه مهال په ختیزو ولایتونوکی د سرحدی پولیسو دقوماندان، جنرال محمد ایوب حسین خیل، پر ټانګ د دی ولایت د بهسودو ولسوالۍ په اړوند سیمه کی، دسړک غاړی ماین چاودنه وشوه چی له امله یی نوموړی له بریده روغ ووت؛ خو دهغه یو ساتونکی او دری تنه ملګی وګړی ټپیان شول.

خوګیانی وویل؛ جنرال حسین خیل څووورځی وړاندی په کونړ ولایت کی دسرحدی پولیسو او وسله والو طالبانو تر منخ د وسله والی نښتی د مهار کولو په موخه کونړ ولایت ته سفر کړی و، چی دبیرته راستیندو پر مهال له دا ډول پیښی سره مخ شو. په سیمه کی عینی شاهدانو ویلی چی د چاودنی له امله یو ملکی وګړی چی دپیښی په ځای کی یی د جوارو وږی پلورل وژل شوئ، او یو ماشوم او یوه میرمن ټپیان شویدی، د جلال اباد دمرکزی روغتون چارواکو هم ویلی؛ چی د پیښی له ځایه ورته یو مړی او دری ټپیان وروړل شوبدی  تر اوسه ددولت کومی مخالفی ډلی ددی چاودنی پړه پر غاړه نه ده اخیستی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.