ننګرهار کې په طالبانو خپل ماینونه وچاودل، پینځه طالبان هلاک، څلور نور د مرګ په خوله کې

وړمه ورځ هم په خوګیاڼیو ولسوالې د وسله والو طالبانو په موټر کې د ماین چاودنې له امله دیو طالب قوماندان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون درې تنه وسله وال طالبان وژ ل شوې او څو تنه نور ټپيان شوې و.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیري وايي: پرون ناوخته د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ اړوند د ګړه باوې په سیمه کښې د وسله والو طالبانو له لورې د سړک پر غاړه ایښودل شوی ماین د وسله والو طالبانو پر موټر چاودلی چې له امله یې د دوو سیمه ییزو طالب قوماندانانو بهادر مشهور په حلیم  او ګل ولي چې په منتظر مشهور دی په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل شوي دې.

د فقیرې پر وینا په دې چاودنه کې درې تنه ملکي وګړې هم ټپيان شوي دې.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلې.

په دې وروستیو کې په ننکرهار کې پر وسله والو طالبانو دماین چاودنې پيښې ‌‌‌‌‌‌ډيرې شوې دی داشان چې وړمه ورځ هم په خوګیاڼیو ولسوالې د وسله والو طالبانو په موټر کې د ماین چاودنې له امله دیو طالب قوماندان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون درې تنه وسله وال طالبان وژ ل شوې او څو تنه نور ټپيان شوې و.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.