ننګرهار کې په لسګونو داعش او پاکستانی طالب مزدوران هلاک کړل شو

په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال  ٢٢  داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

زمونږ خبریال د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي له قوله راپور راکوی ، دا عمليات د لعل پورې او نازيانو ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، د لعلپورې ولسوالۍ په بېله سيمه کې تېره شپه ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې اووه وسله وال طالبان وژل شوي .

د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې نهه ميله کلاشييکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .

د والي وياند وايي، دغه راز د نازيانو ولسوالۍ په سپينه ژۍ سيمه کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د حيدر اورکزي ډلې اړوند ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د قرارګاه دوه خونې هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوې دي.

طالب او داعش ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ها خوا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیری وایی تیره شپه افغان کوماندوي ځواکونه تیره شپه د چورلکو په واسطه دننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اړوند دتوتو سیمی ته تللی او د طالبانو د ځایی مشهور قوماندان چیفور پر کور یی عملیات ترسره او دهغه پنځه تنه وسله وال ملګری یی ژوندی نیولی دی  فقیری  د طالبانو د مشهور قوماندان جیفور د برخلیک او داچی په دی عملباتوکی افغان ځواکونو او ملګی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی که نه معلومات ورنکړل

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.