ننګرهار کې ځانمرګی ماشوم ځان پوليسو ته وسپارلو, هسکه مينه کې د ملی اردو عسکرو قاتلان ونيول شو

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ته یوه هڅول شوي ماشوم ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړی دی.

دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هغه کس هم نيول شوی چې څو ورځې وړاندې يې د ملي اردو دوه عسکر وروڼه او د هغوی تره وژلي وو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن پژواک اژانس ته وويل چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نور اغا په نوم يو ١١ کلن هلک چې د خپل پلار او ورور له خوا ځانمرګي بريد ته هڅول شوی و، پوليسو ته تسليم شوى دى.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، نوموړي پوليسو ته ويلي چې د خپل پلار او ورور له لوري پر امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد ته هڅول شوی دی خو ده يې د غوښتنې له ردولو وړاندې پولیسو ته ځان تسلیم کړى دى.

د والي وياند وايي چې د ياد هلک پلار او ورور د وسله والو طالبانو فعال غړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پولیسو د قاري ياسر په نوم يو کس له داعش وسله والو سره د اړيکو او د ملي اردو د دوو سرتېرو وروڼو او د هغوی د تره د قتل په تور نيولی دی.

دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ غرغښلي سیمه کې داعش وسله والو د ملي اردو دوه سرتېري چې وروڼه وو او د لوی اختر په رخصتۍ کور ته ورغلي وو، له خپل تره سره يو ځای وژلي وو.

دغه راز د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي چې سره رود ولسوالۍ په شيخ مصري سيمه کې يې د فريدون په نوم يو تن چې د انسان تښتونې په قضیه کې تورن و، ونيول شو.

نيول شوي کسان په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.