ننګرهار کې یو طالب خپل نور پینځه طالبان ملګري ټک چپه کړي

د ننګرهار د امنیه قوماندانی ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن وویل: تیره شپه د دغه ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د پیره خیلو په سیمه کښې، په کاکا مشهور د طالبانو یو مهم ځایی مشر فضل سبحان سره د خپلو څلورو ملګرو د خپل یو ساتونکی په لاس په ډزو وژل شوی دی

ویل کیږی، قوماندان کاکا د داعش ‌ډلې سرسخته مخالف ؤ او د څو داعشیانو  سرونه یې هم  غوڅ کړی  وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

څه موده وړاندی  هم  په یاده ولسوالۍ کښې د یو سیمه  ایز مشر په ګډون پینځه  طالبان  په  مرموز  ډول  وژل شوی  او  مړی یې په  سړک غورځول شوی وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.