نړۍ د عيسويانو مشر وايي : برما کې دې د مسلمانانو وژنه بس کړې شي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په میانمار کښې د رهینګیا مسلمانانو خلاف د تشدد په بندیدو ټینګار وکړ.

پاپ فرانسس نن د روهینګیا قام له مسلمانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغوي خلاف د تشدد بندولو لپاره دې ټول مرسته وکړي.

د نړۍ د کاتولیکو مشر په دوام کښې زیاته کړه: پکار دي چې د روهینګیا مسلمانانو د حق او د ښاریزتوب د حقوقو خیال وساتل شي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو ورځو کښې هم د میانمار د پوځ د سخت تشدد په وجه ۹۲ روهینګیا مسلمانان وژل شوي دي.

په تیرو څو کلونو کښې د میانمار د لویدیځ په راخین ولایت کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځي ځواکونو او تندلارو بودائیانو په بریدونو کښې زرګونه کسان مړي شوي او زخمي شوي او په لس هاو زره نور کډه په سر شوي دي.

روهینګیا مسلمانانو په میانمار یا برما کښې د ښاریزتوب له حقوقو هم بې برخې دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.