هغه اله چی په دوو دقیقو کی دسرطان او اچ ای وی په شمول سلګونه نور امراض معلوموی

  هغه اله چی په دوو دقیقو کی دسرطان او اچ ای وی په شمول سلګونه نور امراض معلوم

ساینس پوهانو د R-health په نامه اله جوړه کړی دغه اله دیو څاڅکی وینی په کتو سره دسرطان او اچ ای وی HIV په شمول سلګونه نور امراض په د  دقیقو کی معلوموی. R-health ډیره وړوکی او دمبایل اندازه لری له یوه ځایه بل ځای ته په اسانی سره وړل کیږی. دغه اله دناسا کمپنی ، DNA medical institute (DNA DMI) او دګیتس ملی انستیتوت د ګډو څیړنو په نتیجه کی دا اله جوړه کړه. دغه اله په اوس وخت کی پوهنتونونو او څیړنیز مرکزونو ته ورکول کیږی په راتلونکی کال کی به عادی خلګ هم وکولای سی چی دغه اله رانیسی او په خپل کور کی خپل امراض معلوم کړی بیله دی چی لابراتوار ته لاړ سی هم وخت مصرف کړی او زیاتی روپی مصرف کړی ددی الی په موجودیت سره ډیر مصرف او وخت سپمول کیږی نه یواځی دا بلکی ډیرامراض انسان په وجود کی موجود وی خو پسله ډیری مودی هغه امراض خپل علایم ښکاره کوی مثلآ داسی سرطان سته چی شل کاله وروسته دانسان بدن کی خپل علایم ښکاره کوی خو دغه اله مخکی له مخکی انسان ته خبر ورکوی. دغه اله ډیرو څیړنیز مرکزونو ازمویلی او د دقیق والی په برخه کی یی ډیری جایزی هم لاسته راوړی. ددی الی جوړونکی ټیم ویلی پدی کښی به نور هم پرمختګ راځی او غواړو چی نور امراض هم معلوم کړی په اوس وخت کی نه یواځی امراض او بیماری معلوموی بلکی تردی ډیر وړوکی سینسور لری چی دانسان پوټکی پوری نښلی دغه سینسور به دځغاستی ، ورزش ټول معلومات اخلی او تاسو ته ښی چی څومره کالوری انرژی باید تاسو واخلی او څومره باید مصرف کړی پدی ترتیب دایو الیکترونیکی ډاکټر هم بللای سو.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.