هغه پنځه شیطاني څېرې چې افغانستان یې وران ویجاړ کړ

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر جنرال نصیرالله بابر د خپلواک ژورنالیست فرهاد عالی خاور سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي وه په هغه وخت کې چې ذوالفقار علي بهټو د پاکستان لومړی وزیر و، دی یې وروغوښت او دا یې ورته وویل چې د ډیورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې پای ته رسېږي، نو باید د افغانستان د بې ثباتۍ هڅي پیل سي که نه نو افغانان به له اباسین څخه تر ډیورنډ پولي پوري د خپلي ساحې غوښتنه وکړي.

بابر همداراز وویل، بیا مې نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او د افغانستان نور دیني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالا حصار کلا کې مې ورسره ولېدل او وسلې او پیسې مې ورکړې څو افغانستان په وران کړي.


له هغه راهیسي مو د افغانستان د ویجاړۍ او بې ثباتۍ لیڅي را بډ وهلې چې افغانستان مو په داسي یو اور کې وسوځوی چې حتې د اور په دې لمبه کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړي هم وروسوځولې اوس به افغانستان هیڅکله هم ونه سي کولای چې د ډیورنډ د کرښي خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدماتو څخه و پاکستان ته ستر خدمت و.


ولي خان بیا په خپل یو کتاب کې لیکلي دي چې د انقلاب په لومړیو ورځو کې زما یو افغان ملګری راته راغی او راته یې وویل چې یو څو ملایان مو وکلي ته راغلي وه او راته یې وویل چې روسي ځواکونه راغلي وه او زموږ د کلیو څخه یې ښځې تښتولي دی. که غواړې چې عزت او ناموس دې خوندي کړې نو له خپلې کورنۍ سره یوځای و پاکستان ته راکډه شه. د ولي خان په خبره چې بیا نو زه د دې پيښې د حقیقت موندلو له پاره و کلي ته ورغلم هلته هم کلیوالو یو شان کیسې کولې، مګر د حقایقو له څیړلو وروسته په دې پوه سوم چې دا ډول وېره اچول او اوازې خپرول ټول یوازي پروپاګنډ و.


یعني په هغه وخت کې پاکستان ډېره هڅه دا کوله چې و ډېری افغانانو ته زمینه برابره کړي څو افغانستان پرېږدي او و پاکستان ته کډه سي.
پاکستان د جهاد په نوم له نړیوالو پیسې راټولي کړې همدا یې لامل شو چې نن پاکستان د اټومي وسلې څښتن دی د وخت په تېرېدو پاکستاني مشرانو خپل هېواد جوړ کړ خو افغانستان یې وران ویجاړ کړ.

جنرال اخترعبدالرحمن چې یو وخت د ضیاالحق د واکمنۍ په دوران کې د پاکستان د څارګري ادارې ((ISI مشر وو په هغه وخت کې ویلي و چې ”کابل باید وسوځول سي “ بهټو، ضیاالحق، او جنرال اختر عبدالرحمن ته پر دې نړۍ خدای ج داسي سزا ورکړه چې لیاقت یې درلود.
بهټو د قتل په تور زنداني شو چې د زندان د څه مودې د زجر تېرولو وروسته د ۱۹۷۹م کال د اپریل پر څلورمه نیټه په دار وځوړل شو. جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن د ۱۹۸۸م د اکسټ میاشتي پر اولسمه نېټه د الوتکي د رالوېدو په یوه مرموزه پېښه کې داسي وسوځول شول لکه څنګه چې یې افغانستان د جنګ په اور کې سوځولی وو چې حتی د دوی دواړو داجسدونو تفکیک لا هم چا ونه شو کړلای.
نصیرالله بابر له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ چې چنداني یې چا د مرګ پوښتنه هم ونه کړه. او جنرال حمید ګل چې په افغانستان کې د اور بلېدو یو ستر طراح وو مرګ یې د دماغي سکتې له امله ناڅاپي سو.

دا پنځه شیطاني څېرې د افغانستان د ورانۍ او د ۲ ملیونه وژل سویو افغانانو د وژني مسئولین دي چې دا ټولوژنه یې د اسلام په سپیڅلي نامه څ کړې ده. د پاکستان سیاسي مشران وایي چې موږ امریکایانو د جهاد له پاره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندي وکارلو خو اصلي حقیقت دا دی چې موږ له امریکا او نوري نړۍ څخه د جهاد په نامه پیسې را ټولي کړې چې ایله مو افغانستان په وران او د پاکستان هېواد د ساتني په موخه مو اټومي بم جوړ کړ.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.