هغه څوک چې د افغان کلمه نه مني د افغانستانه دې ووځي, عبدالرزق اچکزئ

 د قندهار ولایت د پولیسو قومندان عبدالرازق اچکزي وویل: هر کس چې په الیکټرانیکي پيژندپاڼه کښې د (افغان) له لیکلو سره مخالف وي، باید له افغانستانه ووځي.

د قندهار ولایت د پولیسو قومندان همداشان ټینګار وکړ چې ځیني غیر ملي شخصیتونه د افغانستان د خلکو ترمینځ د تفرقې اچولو هڅه کوي خو د هغوي هلې ځلې به ماتې وخوري.

دا په داسې حال کښې دي چې څو ورځې مخکښې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د الیکټرانیک پيژندپاڼو د جوړولو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړی خو د دغه هیواد د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر عبدا… عبدا…، د بلخ ولایت څنګته کړی شوی والي عطا محمد نور او همداشان د جمعیت اسلامي ګوند نور غړي د الیکټرانیک پيژندپاڼو د جوړولو د بهیر د پيلیدو مخالف دي.

غیر پښتون قومونه په نویو الیکټرانیک پیژندپاڼو کښې د ملیت په توګه د (افغان) کلمې له لیکل کیدو سره مخالف دي او دا کار د غیرپښتون قامونو د هویت د حذفیدو په معنا ګڼي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.