هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ځانمرګی بريد مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د هلمند مسئوولين وايي په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو د موټربم ځانمرګى بريد شوى او په کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وویل چې نن ماښام په څه باندې ٧ بجو د ناوې ولسوالۍ په دوه پوله سيمه کې د ملي اردو په ضربتي قواوو د موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ٢٢ ولسي وګړي او عسکر ټپيان دي.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر وويل چې له دې پېښې څخه دوي ته دوه جسدونه او ٣٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره، د مړو او ټپيانو هويت لا نه دى څرګند.
د ناوې ولسوال اغامحمد دا بريد تاييدوي، خو وايي چې په ياده سيمه کې د اردو پوسته نشته او ښايي بريد هغه مهال شوى وي، چې کله ځواکونه په ګزمې بوخت وو.