هندوستان ته د ارياو راتګ

که څوک د بنګلور، حيدراباد، چنۍ يا کوچي په ډک بازار کې دا اعلان وکړي چې کانادا، تيلګو، تامل او ملايم ژبې اته زره کاله پخوا د مغربي اسيا نه راغلې دي نو څوک به جواب درنه کړي.

که څوک دا خبره وکړي چې هندوستان ته ځنې ژبې څلور زره کاله پخوا د استرايليا نه راغلې دي’ نو د هندوستان خلک پري غوږ نه ږروي.
که د هندوستان خلکو ته څوک دا ووایې چې ستاسو ځنې ژبې د مشرقي اسيا نه هندوستان ته راغلې دي’ نو بيا به هم څوک توجه درنکړي.
څوک که هندوستان کې هر ځای او هر چرته دا خبره وکړي چې د هندوستان خلک د نن نه پنځه شپېته زره کاله پخوا د افريکا نه راغلي وو’ نو ټول خلک به درته ګوري او په خوله به څه نه وایي ۔ خو که چا دا خبره وکړه چې ابتدايي سنسکرت ژبه هندوستان ته ارياو راوړې وه’ نو راشه که يې ګورې! ټول خلک به اسمان په سر واخلي او بد رد ويل به شورو کړي ۔
داسې ولې ده او دا خلک د ارياو د خبرې نه دومره ويره ولې کوي او وجوهات يې څه دي؟
دې ليک کې ددغه سوالونو جاج اخستل شوی دی ۔

د هندوستان سملاسي خلک (Right wing people) ددې خبرې مخالفت ځکه کوي چې د هغوۍ په خيال کې سنسنکرت ژبه، ويدي سرودونه او اريايي خلک درې واړه سره تړلي دي, درې واړو يو بنياد لري او درې واړه هندوستان کې پېدا شوي دي ۔ هغوۍ نه دا مني چې ارين د بهر نه راغلي خلک دي او نه دا مني چې د هندوستان کلتور د کوم بهرني وسيلو نه متاثره شوی دی ۔ خو دا ډېر هېښنده او بې بنياده خيال دی! کوم چې د هندوستان ځنې خلکو خپلو دماغو کې اېښودی دی او څه جواز ورته نه لري.
ارين، سنسکرت ژبه او ويدي کلتور؛ درې واړه د هندوستان سره کوم يوون نه ښايي. ولې چې دا هندي کلتور د ارياو د مهاجرت په وجه مينځته راغلی وو. کوم چې موږ نن هندوستان کې وينو ۔ د هندوستان تاريخ کې د اريايي مهاجرت ډېر ستر اهميت دی. خو! د هندوستان کلتور يواځي اريايي مهاجرت نه دی متاثره کړی. په دې باندې د نورو نسلونو کلتورونو هم اغېزه کړې ده ۔ په دې وجه که څوک پوښتنه وکړي چې هندو اروپايي ژبې هندوستان ته کله راغلې دي؟! نو دا داسې سوال دی چې موږ ووايو چې موږ کله خپل کلتور درامد کړو؟ بيا د نورو کلتورونو نه کرکه کول به هم د سوال لاندې راځي ۔
د هندوستان د ځنې خلکو دا سوچ چې اريا، سنسکرت ژبه او ويدي کلتور درې واړه د هندوستان خپل دي’ نو دا خبره سمه نه ده او په دوو وجوهاتو بې بنياده او د خندني وړ ده ۔

لومړۍ خبره دا چې هندي کلتور د ارياو، سنسکرت او ويدي کلتور سره څه سمون نه خوري ۔ موږ خبر يو چې ارياو د هندوستان په تهذيب ډېر مهم او ژور اثرات کړي دي. کوم چې موږ نن وينو خو ددې نه سربېره د هندوستان تهذيب نورو وسيلو هم اغېزمنه کړی دی ۔
دويمه خبره دا ده که دا اووايو چې هندو اروپايي ژبې د تاريخ په يو ځانګړي وخت هندوستان ته وارد شوي دي’ نو ددې مانا دا نه ده چې ګنې ويدي سرودونه او سنسکرت ژبه رکېبۍ کې تيار راوړل شوي وو او يا دا د اولې ورځې نه هم داسې وو څنګه چې نن دي ۔ غالب امکان دا کېدی شي چې اريايي کلتور د هغه خلکو سره د مېل ملاپ، ناستې پاستې او ورکړه راکړه نتيجه کې مينځته راغلی وي چا چې دلته هندو اروپايي ژبې راوړې وې او څوک چې دلته د مخکې نه په پورا توګه اباد شوي وو ۔ «دلته هغه خلکو ته شاره شوې ده کوم چې د زغرب نه هندوستان ته د ارين نه مخکې راغلي وو» خو هندوستان ته د ارياو د راتګ ځانګړی شهادت څه کېدی شي؟
زموږ لاسو کې هندوستان ته د ارياو د راتګ ثبوت ‘‘ژبه‘‘ ده ۔ د ثبوت دپاره ‘‘اس‘‘ هم وړاندې کولی شو ولې چې دا ځناور د اريايي کلتور سره ډېر ځانګړی تړون لري او هر ځای ددې نسل د خلکو سره يو ځای ياد شوی دی ۔ «د هرپه لرغونو نړاندو (Indus valley civilization) کې نه ددې ځناور پاتې شونې موندل شوې دي او نه يې په دغه هنر کې کوم انځور ليدل شوی دی. ولې چې دغه تهذيب د ويدي کلتور نه پخوا وجود کې راغلے وو). نن د هندوستان ډېرښته خلک هندو اروپايي ژبو سره غږېږي لکه هندي، ګجراتي، بنګالي، مرهټي او پنجابي ۔ همدغسې د دنيا څلوېښت سلنه خلک لکه اسپانوي، جرمني، انګريزي، روسي، فرانسي، پرتګېزي او ايرني په هندو اروپايي ژبو خبرې کوي ۔ هندوستان د هندو اروپايي ژبو ويلو واله ختيځ ته يواځېنی وريسته پروت هېواد دی ۔ ددې سوال پورته کېدل لازمي دي چې هندوستان کې غالبه ابادي په هندو اروپايي ژبو ولې خبرې کوي؟
ددې سوال ځواب دا کېدی شي چې هندوستان ته دغه ژبې د بهر نه راغلې دي او يا دغه ژبې د هندوستان نه بهر دنيا ته خپرې شوې دي ۔ دلته مسئله دا ده چې ژبپوهنه د ژبو يو بل سره تړون مالومولی شي! خو د هغې سمت نشي مالومولی چې کومه ژبه د کوم لوري نه کوم لوري ته وغځېده ۔ خو اوس دا مسئله هواره کړی شوی ده او ساينسپوهان دا کار د ډي اين ای په وسيله تر سره کړی دی او کوي يې ۔ دويۍ د زرهاو کلونو زاړه هډوکي لټوي, د هغې ډي اين ای ارزونه کوي او دا مالوموي چې کومه ابادي څومره زاړه ده او د کوم ځايه يې کوم پلو ته مهاجرت کړی دی ۔

روان کال کې ساينسپوهانو د ډي اين ای په مټ مالومه کړه چې د هړپه تهذيب زمانه کې د مرکزي اسيا کوم جين نه ليدل کېږي ۔ مانا دا شوه چې 2100 قبل مسيح کې ارين هندوستان ته نه وو راغلي! خو ددې نه پس بيا د ارياو موجودګي ليدل کېږي ۔ دا خبره ده چې ساينسپوهانو ته خاص د هړپه کنډرونو نه کوم هډوکي په لاس نه دي راغلي او دا څېړنه يې په هغه هډوکو کړې ده کوم چې د هړپه تهذيب چاپېرون کې موندل شوي دي ۔ ددغه ارزونې نه مالومه شوه چې دغه هډوکې 3100 او 2200 قبل مسيح سره تړاو لري او دا چې د ارياو کومې نښې پکې نه ليدل کېږي ۔ د سوات ناوې (Swat Valley) نه چې کوم هډوکي په لاس راغلي دي. د هغې شننه ښايي چې دغه انسان 1200 قبل مسيح کې موجود وو او دغه انسان د مرکزي اسيا له نسله وو ۔ ياده دې وي چې د سوات ناوه د هړپه د تهذيب برخه پاتې شوې ده ۔ ددې حقيقت نه مخ اړول ممکن نه دي چې د 2100 او 1200 قبل مسيح ترمينځه زمانه کې جنوبي اسيا د مرکزي اسيا د کاروانونو سره مخامخ شوې ده. څوک چې تر اوسه پورې د هندوستان ابادۍ کې موجود دي ۔ د ډي اين ای څېړنې په غوڅه توګه ښايي چې ارياي خلک هندوستان ته راغلي وو خو ارين يوازې جنوبي اسيا ته نه وو راغلي. دا خلک د هندوستان د راتلو نه زر کاله پخوا اروپا ته هم راغلي وو. کوم چې د ډي اين ای د شننو نه جوته شوې ده ۔ د يو ټاټوبي نه دوو مهاجرتونو دوو سمتونو ته يوه ژبه د ځان سره يوړله کومه چې نن د هندو اروپاي ژبو په نوم سره ياديږي ۔ دا خبره اوس سپينه ده چې د نورو په شان ارياو هم هندوستان ته مهاجرت کړی وو ۔ دې خبره کې د ويرې يا فکرمندۍ څه نشته ولې چې هر دور کې د دنيا انسانانو د يو پلو نه بل پلو ته مهاجرتونه کړي دي او د يو انسان مهاجرت د بل انسان په ابادې او کلتور اغېزه کړې ده ۔

ژباره: خاطر مانېروال
[email protected]
Tony Joseph is the author of the book Early Indians: The Story of Our Ancestors and Where We Came From, published by Juggernaut this month.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.