هندوستان له افغانستان سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

د امریکا په نوی سټراټیجۍ کې له هندوستانه غوښتل شوی دی چی په افغانستان کې زیات رول ولوبوی ، خو پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ له زیاتیدا سره مخالف دې .

دغه اعلان د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج نن په نوي ډيلي کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره په يوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړ.

تر دې کنفرانس مخکې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د عملي کولو د کمېسيون غونډه هم وشوه، چې په کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر  مشرۍ پلاویو برخه اخيستې وه.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده غونډه کې د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا خبرې اترې وشوې.

سرچينې زياته کړې، صلاح الدين رباني د دغه کمېسيون ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات هم ورکړل.

 د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج ياد خبري کنفرانس ته وويل، هېواد يې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

نوموړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو کولو اعلان هم وکړ.

د  افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل،  د ستراتيژيک کمېسيون په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه به په امنيتي برخه کې همکارۍ زياتوي.

هغه زياته کړه : په دې غونډه کې هندوستان ژمنه وکړه چې د افغانستان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو سره پوځي مرستې زياتوي.

رباني وويل، له هندوستان سره د افغانستان نږدې اړيکې د بل کوم هېواد پر ضد نه دي، که څه هم هغه د کوم هېواد نوم وانخيسته، خو هدف يې پاکستان وو.

د امریکا په نوی سټراټیجۍ کې له هندوستانه غوښتل شوی دی چی په افغانستان کې زیات رول ولوبوی ، خو پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ له زیاتیدا سره مخالف دې 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.