هندي فوځیانو د کشمیر سره په کرښه درې دهشت ګرد په ډزو و وژل
هندی ځواکونو د کشمیر په کنټرول لائن کښې درې وسله وال کسان په ډزو سره ووژل
د هند فوځ نن وویل: دغه درې وسله وال کسان په داسې حال کښې چې د کشمیر په کنټرول لائن کښې یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته د ننوتلو کوشش کوۀ د هندی پوله ساتونکو ځواکونو په ډزو سره ووژل شول.
هند او پاکستان په 2003 کال کښې د جمو او کشمیر په پولو کښې د ډزبندۍ موافقه لاسلیک کړه ، خو دواړو خواو تر اوسه پورې څو ځل د دغې موافقې خلاف ورزی کړې ده