هند په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په کلک ملاتړ ټينګار وکړ

په ملګروملتونو کښې د هندوستان دائمی استازی سید اکبر الدین له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له افغانستان څخه د ملاتړ پرضرورت ټینګار سره وویل ټروریسټان باید په ښه او بد ونه ویشل شی .

هغه پرون دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د افغانستان  په شرایطو دغور په ځانګړی غونډې کښې د کابل او دنوی ډیلی ترمینځ تعامل ته په اشارې سره وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ دوستۍ او ملګرتیا له یوه رښتیونی اعتقاد څخه راپورته شوی ده .

په ملګروملتونو کښې دهند دایمی استازی سید اکبر الدین وویل هند همدا اوس له افغانستان سره د پراختیا په زمینو کښې نوی ملګرتیاوې پیل کړی دی او په تیر کال کښې دامریکا له یو(۱)میلیارډه ډالرو مرستو په استفادې سره په ټول افغانستان کښې د ډیرو عمرانی پروژو د اجرا په حال کښې دی .

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په تیرو لسو(۱۰)  کلونو کښې دترهګرو لخوا د انسانی  حقوقو د خلاف ورزیو ترټولو ستر قربانیان وو دافغانستان د بشری حقوقو د شورا په انتخاباتو کښې چې ټاکل شوی دی راتلونکی کال وشی  د ګډون لپاره د صلاح الدین ربانی د کاندید کیدا ملاتړ اعلان کړ .

اکبر الدین دکوم خاص هیواد(پاکستان ) د نوم له اخیستلو پرته ټولې ترهګرې ډلې یوشان جنایتکارې او دله مینځه وړلو او ورسره دمبارزې کولو وړ وبللې او ټینګار یې وکړ د طالبانو، حقانی ، القاعده ، داعش او د نورو ترهګرو ډلو ترمینځ باید تفاوت ونشی او هغه په بدو او ښو ډلو ونه ویشل شی  .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.