هند کې پیغمبرص په شان کې ګستاخۍ مسلمانان په قهر کړي
د هند د لویدیځی بنګال صوبې په چوبیس پرګنا سیمه کښې د هندوانو یوې افراطی ډلې په ټولنیزو شبکو کښې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په شان کښې بې حرمتی وکړه.
د هند د لویدیځی بنګال صوبې مسلمانانو د افراطی هندوانو د دغه اقدام په اعتراض کښې مظاهره وکړه او د هغوئ د بخښنې غوښتنه یې وکړه.
په دغه اعتراض پسې، افراطی هندوانو پر مسلمانانو برید وکړ او په لسګونه کسان یې ټپیان کړل.
د هندوانو په دغه برید کښې د مسلمانانو زیاتره کورونه او دوکانونه په اور وسوځول شول.