هيڅ يو هيواد د افغانستان او هند د اړيکو لپاره حد نشي ټاکلی, ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرایی شورا مشر وویل : هیڅ یو هیواد له هند سره د کابل د اړیکو لپاره حد نه شي ټاکلی.
عبدالله عبدالله نن په نوي ډیلي کې د پانګه ونې په یوه غونډه کې وویل ک د ګډو ګواښونو په وړاندې د ایران او هند امنیتي ملګرتیاوې به جاري وي او د کابل دولت له نوي ډیلي سره په اړیکو کې هیڅ حد او پوله نه مني.
هغه زیاته کړه د کابل او نوي ډیلي نزدې اړیکې په افغانستان کې د ثبات او امنیت سبب کیږي او د هیڅ کوم هیواد په تاوان نه دي.
عبدالله عبدالله د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنو ته په اشارې سره وویل : د کابل خلک هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هیواد په بهرني سیاست کې دخالت وکړي او له یو هیواد سره د دوستۍ اړیکې له نورو هیوادونو سره د اړیکو د غوڅولو په معنا نه دي.
هغه زیاته کړه افغانستان هیڅ هیواد نه ګواښي خو که یو هیواد وغواړي له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په هکله ځانته د ویټو حق ورکړي د افغانستان خلک د دې اجازه نه ورکوي.
څو ورځې مخکې د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړی و چې هند باید د افغانستان په چارو کې سیاسي او پوځي رول ونه لري او پاکستان دا نه شي زغملی.