وباګانې او افتونه د بې خیایي په وجه راځي، مولانا طارق جمیل

نامتو مذهبي مشر مولانا طارق جمیل ویلي دي چې د رایونډ مرکز په بشپړ ډول تړلی دی ، فحشا او بد چلند زموږ تمدن نه دی

هغه په یو ټیلویژن پروګرام کې و وویل چې په انسانانو کې ‘ وبا ‘ هله راځي کله چې په ټولنه یا معاشره کې بې خیایی عامه شي. کرونا د خدای د طرفه یو افت دی، چې یواځې خدای یې مخه نیولی شي. توبه دې وباسل شي، کرونا د خدای لخوا امتخان دی. کله چې انسان بې خیا شي بیا خدای پاک داسې افتونه راولي.

یاده دې وي چې تیره ورځ په سوشل میډیا یوه ویډیو خپره شوې وه چې مولانا طارق جمیل پکې د یوې غیر محرمه جینۍ سره په ویډیو خبرې کوي او د هغې سره خنداګانې کوي

د ټولنیزو رسنیو کارونکي وايي دا هم بې خیايي ده چې مولانا طارق جمیل د یوې غیر محرمه جینۍ سره بحث او خنداګانې کوي اسلام او شرعیت د دې اجازه نه ورکوي. که یو عالم خپله د شریعت په حکم عمل نه کوي نو یو عام کمزوری مسلمان به یې څنګه وکړي

مولانا ته خپل ځان په آئینه کې ولې نه ښکاري؟

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.