وزیرستان کې د صنعتي شتمنیو جوړولو پرېکړه وشوه

پاکستان حکومت د شمالى وزيرستان نورک سيمه کښې انډسټريل سټيټ قائمولو فيصله کړى د دوی په وینا چې به ورسره سيمه کښې د روزګار موقعې پيدا کيدو سره سره د قبائلى وګړو سماجى حالت کښې هم بدلون راشى
سرکارى خبرى ادارو د فاټا ترقياتى ادارې چارواکو په حواله وئيلى دى چې وفاقى حکومت د شمالى وزيرستان پسمانده علاقو پرمختګ په حواله نورک سيمه کښې انډسټريل سټيټ جوړولو فيصله کړېده
د چارواکو وينا ترمخه دا انډسټريل سټيټ د خصوصى اقتصادى زون لاندې په بنو،ميران شاه او غلام خان روډ قائمولى شى
د دې منصوبې لپاره ټينډرز هم ورکړى شوى دى،دې انډسټريل سټيټ سره به نه صرف د معدنيات د لټون عمل باقاعده جوړشى بلکى قبائلى وګړو ته به د روزګار ګڼ شمير موقعې هم په لاس ورشى

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.