ولی دزیاتو انسانانو په شتون کښی وطاق ګرمیږی ؟/بسم الله عارف

دانسان لپاره دحرارت درجه چی انسان پکښی راحت احساسوی د ۱۸ څخه تر۲۳ درجی دسانتیګراد ده. که له همدی څخه زیاته یا کمه سی انسان پکښی ناراحتی احساسوی نوځکه مخکی له مخکی چی ودانی جوړیږی اینجنر باید دا ټکی په پام کی ونیسی چی څه ډول دوطاق دننه همدومره دحرارت درجه وساتل سی بیله دی چی موږ له تخنیکی وسایلو څخه کار واخلو او انرژی مصرف کړو. خو دوطاق دحرارت په تغیر کښی یواځی بهرنی محیط ندی چی وطاق ګرموی، دلته انسان، او هغه بریښنا تولیدونکی وسایل لکه ګروپونه او نور هم تودوخه تولیدوی.

انسان څنګه تودوخه تولیدوی؟

هرانسان په ساعت کښی 1.5 کیلوکالوری انرژی دبدن په هرکیلوګرام عضوه باندی تولیدوی. که یوعادی انسان 70 کیلو ګرامه وزن ولری داکس به 2520 کیلو کالروی تودوخه په یوه ورځ کښی تولید کړی. په یاد مو به مو وی چی یو کالوری دومره انرژی ده چی دیوګرام اوبو تودوخه دسانتی ګراد یو درجه لوړه وی.

دغه ډول تودوخه اصلآ انسان کله چی ډوډوی وخوری هغه غذا چی کله په هاضمی سیستم کښی په مصرف رسیږی تولیدیږی پدی کښی کاربوهایدریت زیات رول لری کاربوهایدریت دانرژی په تولید کښی مهم رول لری کله چی دانسان حجرات کاربوهایدریت په مصرف رسوی نو هغه په ګلوګوز تبدیل کیږی دا ګلوګوز بیا په کاربون ډای اکساید اوبو او تریو لړ کیمیاوی مراحلو وروسته د ATP مالیکول په وجود راځی له یو مالیکول ګلګوز څخه شاوخوا ۳۲ ATP مالیکولونه تولید کیږی همدا د ATP مالیکول دی چی انرژی او تودوخه تولیدوی دغه تودوخه بیا وروسته وینی ته انتقالیږی ترڅو وینه چی ینی ته ځی یخه وی او کله چی دینی څخه بهروځی ګرمه وی، تاسو هغه وخت لړزه احساسوی چی وینه مو یخه وی او انرژی تولیدونکی غذاګانی ونه خوری. په همدی وخت کښی عضلات سره متراکم کیږی او انسان په لړزه راځی.

په ژمی کښی دچاغو خلګو شتون په وطاق کښی ښه دی ځکه دوی دوطاق په ګرمولو کښی هم رول لری خو یاد مو چی دا انرژی هم باید تاسو همدا کس په نس موړ کړی بیا همدا ترسره کیږی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.