ولې افغانان یو ټیم کې په ګډه کار نه شي کولای؟

افغانستان ډیر بااحساسه، بااستعداده او په وطن مئین ځوانان لري. ټولنیزو شبکو کې ډیری ځوانان لیدل کیږي، چې د خیر ښیګڼو په کارونو کې مصروف دي لکه: ښوونځیو کې په زده کوونکو بکسې او قرطاسیه ویشل، خوراکي توکي لکه اوړه، بوره ، غوړي غریبو ته ورکول او همداسې نغدي پیسې ورکول.

د ۲۰۱۰ کال څخه را په دېخوا زه هم د خیر ښیګڼو کارونو کې مصروف یم، چې په دې وروستيو کې مې د افغانستان څخه لس مریضان بهرنیو هیوادو ته د تداوی لپاره لیږلي، د ښوونځيو په سلګونو ماشومانو باندې مې بکسې ویشلي او همدارنګه خوراکي توکي او نغدی پیسې مې هم په غریبو ویشلي، اکثره وخت مرستې ما سره ه شخصي توګه د ټولنیزو شبکو دوستانو کړي.

کله چې زما خیريه کارونو ته مخه شوه هغه وخت مې اړونده مستند فلمونه وليدل او انټرنیټ کې مې بیلابیلې لیکنې ولوستلې چې څه ډول څوک کولای شي د خیر ښیګڼي کارونو ته د خلکو باور راجلب کړي؟ څه ډول خپل خیریه کارونه پراخه کړو؟ همداسې مې د نړیوالو بشرپالو سره د سکایپ او د فیسبوک له لارې خبرې وکړی، چې څنګه خیر ښیګنو کارونه په سمه توګه مستحقو خلکو ته ورسوو؟ هغوي وايي، چې افغانان تل په انفرادي توګه د خیر ښیګڼی کارونه کوي کوم چې دير تاثیر نه لري لکه څومره چې یو ټیم، ګروپ او د يوې تولنې کار اغیزه او ګټه لري.

د ټیم یا ګروپي کار ګټې:

۱. ستونزو ته حل لاره ژر پیدا کیږي.

۲. نوي نوښتونه ژر مینځ ته راځي.

۳. بهترینه فیصله باندې عمل کیږي.

۴. پروسه کې بهتروالی راتلل.

۵. ښه کیفیت زیاتوالی.

۶. ښه تفاهم .

۷. د کارکوونکو مورال اوچتیدل.

۸. سالم رقابت د کارکوونکو لخوا.

۹. تشویق او انګیزه .

۱۰. ساعتیري

۱۱. باور

۱۲. هم اهنګي او همکاري.

۱۳. هدف ته ژر رسیدل.

۱۴. یو ښه رهبر پیدا کول.

۱۵ ارتباط پیدا کیدل.

۱۶.  د وخت نه ضایع کیدل.  

۱۷. هر شخص ته خپله ذمه واري سپارل.

۱۸. خپلې وړتیاوې  ښودل.

۱۹. قوت رامینځ ته کیدل.

۲۰. هم فکره ملګري پیدا کول.

دا چې افغانستان کې ولې خلک په انفرادي توګه کارونه کوي، یوه وجه دا هم کیدای شي تر اوسه په افغانستان کې خیرښیګڼی کلتور لکه د نورې نړۍ عام نه دی. بل لامل يې دا هم کیدی شي چې دلته باورنشته او کله چې يو ځای کې باور نه وي هغه ټولنه په هيڅ ډول نه جوړیږي او نه پرمختګ کوي. د هرې ډلې د پرمختګ لپاره لومړی شرط باور دی. ډیری خلک ځکه نه غواړي چې په ګډه کار وکړي، هغوي فکر کوي چې بيا د خدمت يا کارونو کریدیت نورو ته ځي او موږ به مطرح نه شوو، د خودغرضی دې فکر سره کله هم يو ګروپ نه شي جوړيدی.

پښتو کې مشهور متل دې چې په یو ګل نه پسرلی کیږي. په یوازې ځان کار کول په ټولنه کې یو سلنه بدلون هم نه شي راوستی، او نه خو انسان کې تل دومره انرژي وي چې دا کارونه دې هر وخت پخپله ترسره کړي ځکه هر انسان پخپله کور لري، بچي لري، ناروغتیا سره مخ کیږي او داسې د ژوند نورې ډيرو ستونزو سره مخ کیږي. فرض کړه زه غواړم ښوونځي کې قرطاسیه وویشم نو زه به قرطاسیه هم اخلم، بیا به پلان هم جوړوم او دا فکر به هم کوم چې چیرته یې وویشم، څنګه یې وویشم، څوک مستحق دي، د ښوونځي مدیر سره خبرې کول په کار دي ، څومره کسانو باندې وویشم، نو دا کارونه چیرته یو شخص اجرا کولای شي؟ که اجرا کولای شي نو محدود وخت پورې کیدای شي مګر ډیر نه. که هم دغه کار د ټیم په شکل وشي نو ډیر ښه راځي لکه کوم کسان باید قرطاسیه واخلي؟ کوم کسان باید د ښوونځي مدیر سره خبرې وکړي؟ څوک باید دا ښوونځی ته موټر کې ویسي؟ که په ګډه دا کارونه ټوله ته ورکړل شي نو دیر په اسانه توګه اجرا کیږي او وخت هم د چا نه ضایع کیږي.

خیریه ټولنه کې د نړۍ مختلف خلک چې غړیتوب اخلي، هغوي خپلې دندې لري او اقتصادي توګه یې ژوند برابر وي. د غړیتوب نه یې مطلب یوازې خدای پاک رضا او د هغه مخلوق ژوند ژغورل دي. خیریه کار دا نه دی چې یو کس دې راشي په دې کې دې خپل ژوند ښه کړي او دې نه دې یو ډول تجارت یا (Business) جوړ کړي.

ډیری خلک چې کله په انفرادي توګه د ټولنیزو شبکو له لارې هم کار کوي هغوي باندې خلک نیوکې کوي ځکه د هغه فعالیتونه ورته ریا نه ډک ښکاري خو کیدای شي هغه بیچاره پاک او سپیڅلی انسان هم وي.

ډیری خارجي موسسی چې کله چا ته کومه پروژه ورکوي نو سر کې د ټیم پوښتنه کوي اوپه يوازې ځان کار ورته د منلو او باور  وړ نه دی. همداسې که ځوان د یوې جایزې ته ځان کاندید کوي هغه باید یو ټیم ولري او ګډه کار شا لید باید ولري.

دلته که ټولنې سره څوک مرسته وکړي باید ټول غړي ترې خبر شي، چې څومره پیسې راغلې او په څه مصرف شوې مګر بدبختانه دلته اکثره رهبران د ټولنې غړي یو نوم او بل نوم غولوي او که یوازې کوم خیریه کار کوي په همدې خاطر يې کوي چې بل راسره په کې شریک نه شي .

د افغانستان ډیری ولایتو کې لکه کابل او ننګرهار کې ځوانان نيژدي ملګري وي،  خو خیر او خدمت کارونو کې  یې بیا  جدا فعالیتونه ترسره کوي. پاچاخان  بابا وايي، اختلاف په مادیاتو او خود غرضی کې پیدا کیږي خو معنوياتو او خدمت ډګر کې هیڅ ډول اختلاف نه پیدا کیږي. اوس که زموږ مطلب خیر او خدمت وي بیا ولې یو ځای د خپلو هیوادوالو خدمت نه شوو ترسره کولای؟     

په دې هیله چې د یو ټیم په شکل د خپلو خلکو، افغانستان او د ټول انسانیت د خدمت مصدر وګرځو.
ژوندی دې وي افغانستان!

لیکوونکی: فرهاد زهیر

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.