ون کواین څه شئ دې؟/ ستوری خان

 غواړم نن تاسو ته د یوې ډیرې اړینې موضوع په اړه لنډ معلومات در کړم او له تاسو هیله لرم چې لیکنه تر پایه ولولئ، ډاډه یم چې دغه لیکنه به ستاسو په معلوماتو کښې خورا اضافه وکړی او د عمل په صورت کښې مو خپل راتلونکی خورا روښانه ټاکلئ وی. لیکنه د ډیجیټل پیسې یا کریپټو کرنسی په اړه ده خو دا چې ډیجیټل پیسه یا کریپټو کرنسی څه شی ده او څنګه له دې لارې مونږ یو روښانه راتلونکی درلودلئ شو نو اړینه بولم چې په دې اړه باید معلومات ولرو او د معلوماتو د پاره به ددې لیکنې لوستل بې ځایه نه وی. لومړئ به په دې ځان پوهه کړو چې ډیجیټل پیسه څه شی ده او څنګه مینځ ته راغله؟ که پام وکړو نو په تېرو دوو لسیزو کښې نړئ خورا ډیره ډیجیټل شوی ده او لا هم په دغه لار کښې هره ورځ بدلونونه راځی خو د اقتصاد په ډګر کښې کله چې په کال ۲۰۰۸ کښې چې کله نړیوال اقتصادی بحران راغلو او د نړئ په کچه ډیر شرکتونه او بانکونه له درانده تاوانونو سره مخ شول نو په دغه وخت کښې یو امرکایی چې په خټه جاپانئ و او ستوشی ناکاموتو نومیده د رسنیو له لارې اعلان وکړو چې ددغه ستونزې د پاره یی تل پاتې حل لاره موندلې ده او په لومړی ځل یی د یوې نوې تکنالوژی چې بلاک چېن نومیږی په مټ یوه نوې ډیجیټل پیسه یا کریپټو کرنسی بازار ته معرفی کړه. ددغې نوې ډیجیټل پیسې نوم بیټ کواین و چې لا تر اوسه هم د ډیجیټل پیسو په لست کښې په لومړی سر کښې ځای لری. له دې وړاندې چې په بیټ کواین وغږیږو، دلته پوښتنه دا پیدا کیږی چې بلاک چېن څه شی دې؟ ددې تکنالوژی ماهرین دې ټیکنالوژی ته د انټرنیټ دوهم نسل وایی یعنی په دې مانا چې د انټرنیټ لومړی نسل (چې مونږ یی اوس هم کاروو) له لارې یوازې معلومات د یو ځای نه بل ځای ته لیږو، یعنی که چیرې زه تاسو ته کوم انځور، ویډیو یا بل شی د انټرنیټ له لارې لیږم نو په حقیقت کښې زه تاسو ته یوه کاپی لیږم او اصل یی له ما سره پاتې کیږی. د معلوماتو تر شریکولو او لیږد را لیږد پورې خو دا یو ښه فرصت دې اما کله چې خبره ارزښتونو ته راځی نو بیا د کاپی لیږل خورا تاوانی خبره ده. بلاک چېن ټکنالوژی د ارزښتونو د لیږ را لیږد د پاره اختراع شوی ده لکه د پیسو لیږد رالیږد یا د هغه نورو شیانو چې د ارزښتونو په لست کښې راځی د هغوی د انتقال د پاره کارول کیږی. په دې اړه به بشپړ لیکنه په را روان وخت کښې ولولو اوس دلته په ډیجیټل پیسې بحث کوو. بیټ کواین لومړئ ډیجیټل پیسه وه چې په ۲۰۰۸ کال کښې بازار ته معرفی شوه، کله چې بیټ کواین په لومړیو کښې بازار ته راغله نو د یو بیټ کواین ارزښت یی د ډالر په وړاندې ۰،۱۰ ډالره وټاکل شو او وروسته له پینځو کلونو مانا په ۱۰۱۳ / ۲۰۱۴ کښې د یو بیټ کواین ارزښت تر ۱۰۰۰ ډالرو هم واوښت. هغه چا چې په لومړیو کښې په دغه ډیجیټل پیسه باور وکړو او په دغه برخه کښې یی پانګونه وکړه خورا نه باور کوونکی ګټې یی وکړې، چې له دې جملې ځینې کیسې یی هغه وخت په رسنیو کښې خورا ګرمې وې لکه د ناروې هیواد یو تن محصل چې په بیټ کواین کښې یی ۲۶ ډالره پانګوونه کړې وه او یو وخت چې خپل حساب ته متوجه شو ګوری چې سرمایه یا پانګه یی ۸۸۰۰۰۰ ډالرو نه هم لوړه شوې وه. دې ته ورته نورې کیسې هم خورا ډیرې مشهورې شوې وې لکه د امریکا یوه مشهوره څېره جېرید کنه او وینکولس ټوینز چې د بیټ کواین له لارې یی میلونونه ډالره ګټه تر لاسه کړې وه. بیټ کواین د اته کالو په بهیر کښې څو ځله لوړ او ښکته شو چې اوس مهال هم د ۱۰۰۰ ډالرو په خوا او شا کښې ارزښت لری. دا چې بیټ کواین یوه مستعاره ډیجیټل پیسه ده نو د خورا ستونزو سره هم مخ شوه خو بیا هم د تمې خلاف پرمختګ یی وکړو. بیټ کواین د ډیجیټل پیسې په ډګر کښې نورو ته یو فرصت پیدا کړو تر څو په دغه برخه کښې غوره کارونه تر سره کړی. اوس مهال په مارکیټ یا بازار کښې نیږدې ۷۵۰ نوع ډیجیټل پیسې شتون لری چې ځینې یی د پام وړ دی او ځینې یی لا هم د خلکو د پام وړ نه دی ګرځیدلی. مونږ په دې لیکنه کښې ون کواین ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او ددې خپل دلایل دی. ون کواین څه شی دې؟ ون کواین لکه د بیټ کواین یوه ډیجیټل پیسه ده چې د ۲۰۱۵ کال د جنوری په میاشت کښې یی د تولید بهیر پیل کړئ دې. ون کواین چې کله بازار ته معرفی شو نو د یوې سیکې د پاره ۰،۵۰ یورو ارزښت وټاکل شو. په تېرو دوه کالو کښې د ون کواین ارزښت له ۰،۵۰ یورو نه ۱۲،۴۵ یورو ته لوړ شوی دې او د نړئ په کچه تر ۱۹۵ نه زیاتو هیوادونو کښې تر ۳ میلونه ډیر وګړی لری او تر اوسه یی دیرش میلیارده ون کواین بازار ته عرضه کړی دی. ون کواین د نیټ ورک مارکیټنګ له لارې خوریږی او هر هغه څوک چې غواړی په دغه برخه کښې پانګونه وکړی نو د ون کواین د یو تن غړی له خوا د سپانسرشپ لینک په واسطه دعوت کیږی. د ون کواین نیټ ورک د ون لایف په نوم یادیږی چې د نیټ ورک مارکیټنګ په نړی کښې یی خورا د پام وړ ځای نیولی دې، د ون کواین موسسه آغلې ډاکټر روجا ایګناټووا نومیږی چې په اصل کښې د بلغاریه هیواد ده خو را لویه شوې په جرمنی کښې ده، آغلې د اقتصاد په برخه کښې له کانستانز پوهنتون نه تر ماستری او د حقوقو په برخه کښې له آکسفورډ پوهنتون نه د دوکتورا تر کچې پورې زدکړې کړی دی. آغلې په جرمنی کښې د ډیرو غوره شرکتونو لکه میکانزی، المان بانک، الاینز او داسې نورو سره د مشاورې په توګه دنده هم تر سره کړې ده. آغلې د ډیجیټل پیسې په اړه دوه کتابونه هم لیکلی دی او د بلغاریه هیواد د ۲۰۱۲ کال غوره تجاره ښځه هم نومول شوې ده. ون کواین هم لکه د بیټ کواین غوندې د بلاک چېن ټیکنالوژی په مټ را مینځ ته شوې ده او د همدې ټیکنالوژی په مټ په مخ وړل کیږی. له نیکه مرغه ون کواین ډیر زر وتوانیده چې یوه منل شوې پیسه شی او په همدې دلیل د ډیل شیکر انلاین شاپ په بڼه اوس د پېر او پلور د پاره کارول کیږی هم، د ون کواین شرکت د سناریو له مخې به دغه ډیجیټل پیسه د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې ازاد بازار ته لار ومومی او ارزښت به یی د ۵۰ – ۱۰۰ یورو پورې لوړ شی. د نیټ ورک مارکیټنګ په برخه کښې فعالیت کوونکې نړیوالې انټرنیټی پاڼې بزنس فار هوم ډاټ اورګ د راپور له مخې د نړئ په سلو غوره نیټ ورک مارکیټرانو کښې لومړی دوه کسان د ون لایف نیټ ورک غړی دی چې لومړی یی یوحا پرحیالا نومیږی چې د فنلند هیواد اوسیدونکی دې او د میاشتې څه کم پینځه میلونه ډالره عاید لری او همدا رنګ دویم کس یی سټاین کیلرز برودرز نومیږی د اتریش هیواد اوسیدونکی دی، نیږدې درې میلونه ډالره میاشتنی عاید لری. ددغې پاڼې په هغه لست کښې چې د نړی غوره سل نیټ ورک مارکیټران یی په کښې یاد کړی دی او هره میاشت دغه لست نوی کیږی اوس مهال په کښې شل کسان یوازې د ون لایف نیټ ورک غړی دی. د ون کواین ګټې څه شی دی؟؟؟ الف: ون کواین له هر رنګ بانکی، سیاسی او اقتصادی نظام نه ازاده ده په دې مانا چې دا پیسه د بلاک چېن ټیکنالوژی په مټ رامینځ ته شوی ده او ددې د ارزښت لوړوالی او ټیت والی په پورته یاد شوو نظامونو پورې هیڅ تړاو نه لری ب: هغه ډیجیټل پیسه چې په ډیره تېزئ سره مخ په وده ده. په دې دلیل چې په تېرو دوو کالو کښې یی د نړئ په ۱۹۵ هیوادونو کښې درې میلونه وګړی خپل کړی او تر دې دمه یی نهه میلیارده ون کواین بازار ته عرضه کړی او هره اوونۍ تر سل میلونه یورو عاید لری. ج: مدرن او خوند، په دې مانا چې ډیجیټل ده او د بلاک چېن ټیکنالوژی له کبله خوندی او د ډاډ وړ ده او مدرن په دې مانا چې ډیجیټل پیسه ده. د: د معلوماتو مرکزی پلان، په دا مانا چې د پانګونې په دغه تجارت کښې ګډونوال اړتیا نه لری چې د کمپیوټر ماهر ووسی بلکې یوازې د ګډون په مټ کولی شی په دې کښې پانګونه وکړی او د وخت سره ترې نه باور کوونکې ګټه تر لاسه کړی ر: د شرایطو سره برابر اوسیدل، په دې مانا چې د ون کواین په تجارت کښې ونډه وال باید اتلس کلن وی او د حساب پرانیستلو نه وروسته شرکت ته خپل د هویت د تثبیت لپاره اسناد ولیږی. د بیټ کواین غوندې دلته په مستعار شکل پانګونه نه منل کیږی ز: په لومړی سر کښې د تدریسی یا د زدکړو د بکسو اخیستل، په دې مانا چې کله مونږ په ون کواین کښې پانګونه کوو نو مونږ ته د هرې بکسې سره چې مونږ یی اخلو، د زدکړو مواد او ور سره وړیا ټوکن راکوی. د زدکړو مواد مونږ ته دا را زده کوی چې څنګه مونږ کولای شو ددغه تجارتی سیستم نه ګټه تر لاسه کړو او وړیا ټوکن بیا د یوې پروسې نه وروسته په ون کواین بدلیږی چې د وخت سره یی ارزښت پورته ځی او په دې شکل مونږ د خپلې پانګونې له لارې ګټه تر لاسه کوو. ش: په وګړو پورې تړلئ سیستم، په دې مانا چې د ون کواین تجارتی سیستم د نیټ ورک مارکټینګ له لارې په مخ وړل کیږی او چې څومره دا نیټ ورک پر مخ ځی هم دومره به ددغې ډیجیټل پیسې ارزښت هم لوړیږی. ص: اسان او ځای په ځای راکړه ورکړه، په دې مانا چې مونږ ډیر په اسانئ سره یوازې د موبایل، تابلیت یا کمپیوتر په وسیله کولای شو چټکه راکړه ورکړه وکړو. ع: د سیکو یا کواینونو یو ټاکل شوی مقدار، په دې مانا چې د ون کواین مقدار ۱۲۰ میلیارده ټاکل شوی دې او هم دومره به عرضه کیږی. ی: کوچنئ ونډه او بشپړ اختیاری، مانا په ون کواین کښې پانګونه اختیاری ده او مونږ کولای شو یوازې د ۱۴۰ یورو نه یی پیل کړو خو باید یادونه وکړم چې د ون کواین د پانګونې بکسې په لاندې ډول دی. لومړی درجه چې سټارټر پکیج بلل کیږی ۱۴۰ یورو قیمت لری دویمه درجه چې ټریډر پکیج بلل کیږی ۵۵۰ یورو قیمت لری. دریمه درجه چې پرو ټریډر پکیج بلل کیږی ۱۱۰۰ یورو قیمت لری څلورمه درجه چې ایکزیکټیو ټریډر بلل کیږی ۳۳۰۰ یورو قیمت لری پینځمه درجه چې ټایکون ټریډر بلل کیږی ۵۵۰۰ یورو قیمت لری شپږمه درجه چې ټایکون پلس ټریډر بلل کیږی ۷۵۰۰ یورو قیمت لری او ور سره په همدې درجه کښې بل پکیج چې پریمیم ټریډر پکیج بلل کیږی ۱۳۷۵۰ یورو قیمت لری اووه درجه چې اینفینیټی ټریډر پکیج بلل کیږی ۲۷۵۰۰ یورو قیمت لری د پورته یاد شوو پکیجونو تر څنګه ځینې ځانګړی پکیجونه هم شتون لری لکه کمبو پکیج چې ۴۸۰۰۰ یورو شاوخوا قیمت لری او تقریبآ یو میلون ون کواین تولیدوی. باید یادونه وکړم چې هر پکیج په بیله بیله اندازه ون کواین تولیدوی او چې پکیج څومره لوړیږی همدومره مونږ ته کواین ډیر او ارزانه په لاس راځی. د ډیجیټل پیسې د ارزښت لوړوالئ په درې شیانو پورې تړلئ دې. غوښتنه وړاندیز کاروونه د پورتنی معلوماتو په اساس د ون کواین په اړه ویلئ شو چې په راتلونکی کښې به یوه نړیواله ډیجیټل پیسه وی ځکه چې دغه درې واړه برخې یی تر اوسه په بریا سره متوازنې ساتلی دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.