يورپی هيوادونو د زرګونو افغانانو ژوند د خطر سره مخ کړی چې بيرته يې ډيپورټ کوي
ايمنېسټی انټرنېشنل يا د “بخښنې نړیوال سازمان” په خپل نوی راپور کې د اروپایی ټولنې پر حکومتونو انتقاد کړی دی.
دغه سازمان وایی چې دغو حکومتونو د هغو زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی چې بېرته یې افغانستان ته لېږی.
د راپور له مخې په افغانستان کې د وهلو ډبولو، وژنې، یرغمل کېدو او نورو بشری ضد جرمونو امکانات شته.
د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې حوریې مصدق وویل:
“د عفوی نړیوال سازمان له اروپا څخه افغانستان ته د لس زره کډوالو پر بېرته ستنېدو اندېښنه لری، د بخښنې نړیوال سازمان له اروپایی ټولنې غوښتی دی چې د مهاجرو اجباری ستنېدنه باید بنده کړی.”
د مېرمن مصدق په وینا ډېر کډوال په جرمنی، ناروې، سویډن، هالنډ، فنلنډ او بریتانیا کې ثبت شوی دی؛ چې په وروستیو کلونو کې په دغو هېوادونو کې د نویو مهاجرو د دوسیو د منلو شمېر خورا کم شوی دی.
د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلی دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملکی تلفاتو کچه لوړه ده، له اروپایی هېوادونو په زوره د کډوالو ایستل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
له 2001 کال څخه د افغانستان په لس ګونه زره خلګ وژل شوی، او په میلیونونو کسان مختلفو هیوادونو ته کډوال شوی دی.