ټرمپ د طالبانو په نظام تو کړل — طالبانو د قطر دفتر به زر وتړل شي

سعودی عربستان او متحده عربی امارات هم غواړی په قطر کې دې د طالبانوډلې دفتر وتړل شی ځکه دا د دوحې په تیره بیا له واشنګټن سره په اړیکو کې دلازیات نفوذ او اعتبار نښه ګڼل کیږی

 دګارډیّن ورځپاڼې له قوله  دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  له خپل  افغان همڅنګ  اشرف غنی غوښتی دی باید  په قطر کې د طالبانو ډلې دفتر سملاسی وتړل شی چې ځینو سرچینو وئیلی اشرف  غنی هم ورسره منلې چې دغه کار به وکړی.

  ګارډین ورځپاڼې   دکابل واشنګټن  له خبرواترو  دځینو خبروله قوله  راپورورکړی ، دقطر په دوحې کې  دطالبانو ډلې دفتر  له تیرو شپږو کلونو راهسې  دافغانستان او طالبانو د استازو ترمینځ  دخبرواترو لپاره  یو چینل  دی . البته ځینی سرچینې وائی  دافغانستان ولسمشر تر دې دمه  دټرمپ  د دغې غوښتنې په باب کومه نهائی فیصله نه ده کړې .

ځینی افغان چارواکی  باوری دی  په دوحې کې د  طالبانو ډلې دفتر  دسولې دخبرواترو دآسانولو په   باب هیڅ ډول آسانتیاوې نه دی برابرې کړی  او یوازې  د دغې ډلې  د رواوالی لامل شوی دی .

ګارډیّن ورځپاڼې همداراز لیکلی دی ، سعودی عربستان او متحده عربی امارات هم   غواړی په قطر کې دې د طالبانوډلې دفتر وتړل شی ځکه  دا  د دوحې  په تیره بیا  له واشنګټن سره   په اړیکو کې دلازیات نفوذ او اعتبار  نښه ګڼل کیږی

د ګارډین په وینا که څه هم ټرمپ د دغې لانجې په هواری کې منځګړیتوب کوی خو تر ډېره حده ئې د سعودی عربستان خوا نیولې ده.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.