ټرمپ پاکستان د ترهګرۍ ځاله وباله, افغانستان سره په مرسته يې د هندستان ستاينه وکړه

دامریکا ولسمشر نن دافغانستان او دپاکستان په شمول د جنوبی اسیا په اړه دخپلې نوی ستراژتۍ داعلانولو په وخت د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وبلله.

 هغه وویل امریکا له افغانستانه ځواکونه نه باسی او که دا کار وکړی نو هغه تېروتنه به تکرار کړی چې  امریکا په عراق کې کړی وه .

 ده د افغانستان او پاکستان خطر جدی وباله او پاکستان یې د ټروریستانو پناهځای وباله.

دامریکا ولسمشرټرامپ  وویل ما  لومړی غوښتل چې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسم  خو په سپینه ماڼۍ کې د مېز شاته له خبرو وروته څرګنده شوه که امریکا له افغانستانه ځواکونه وباسی د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښه به بیا تکرار شی او القاعده او داعش به په دغه هیواد کې مرکزونه جوړ کړی.

ده د هندوستان  ستاینه وکړه چې له افغانستان سره یې د ملیاردونو ډالرو مرسته کړې خو پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې امریکا اسلام اباد  په ملیاردونو ډالر ورکړل خو خاوره یې دټروریستانو پناهځای دی.

ولسمشر ټرمپ وایی که پاکستان له امریکا سره د ټروریزم پر ضد درېږی ګټه به وکړی او ګنې تاوان وینی.

ده افغانستان ته د نویو استونکو عسکرو  شمېر اعلان نه کړ ځکه چې د ده په وینا نه غواړی چې دښمن یې پر پلان پوی شی.

دامریکا ولسمشر  دا هم وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش هم نه افشا کوی.

ټرامپ واک ته د طالبانو د رسېدو مخنیوی، د القاعده او داعش ځپل هدفونه وبلل او په دې لاره کې به جګړه وکړی.

په دې مبارزه کې به لوی پېټی په افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړی ځواک وی.

ټرمپ وویل چې د افغانانو لپاره دولت جوړونه نه کوی او نور د پخوا په شان په دې پسې نه ګرځی چې افغانان  څه ډول سیستم غواړی.

 هغه وویل د افغانستان ملاتړ به نامحدود نه وی خو  افغانستان ته سپین چک نه ورکوی.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.