پالک خوړل مو په وزن کمولو کې مرسته کوي
په نوي ترسره شوي تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده پالک دنورو خواړو چې سالم نه وي تقاضا کموي او د وزن په کمولو کښې مرسته کوي .
دسویډن محققانو وویل د ایرن (Iron) یا وسپنې دیوې مهمې سرچینې لرونکي پالک سبزي دویټامین ای (E) ، ویټامین سي (C)، ویټامین کی (K) میګنیشیم او فولیټ په شان اجزا لري .
له پالک څخه ترلاسه شوي اوبه یا عرق د وزن په کمولو کښې مرسته کوي .
دسویډن ډاکټر البرټسن وویل هره ورځ سهار په نهاره لومړۍ دپالک سبزۍ د اوبو یا عرق څښل لوږه پینځه نوي فیصده کموي او او د وزن دکمولو احتمال هم درې څلویښت فیصده زیاتوی .