پاړه چنار کې د پښتنو د وژنو پرضد یو شمیر خلکو سخت ردعمل ښکاره کړی

پاړه چنار کی له وروستیو ترهه ګرو چاودنو وروسته، د دغه جنایت په اعتراض کی له تیرو څه د پاسه شپږو ورځو راهیسی، د شیعیانو مظاهرې او پرلتۍ هماغه راز دوام لری

له پاړه چنار سربیره؛ د اسلام آباد؛ لاهور؛ کراچۍ؛ کویټه؛ او ګیلګټ بلتستان په شمول د پاکستان مختلف ښارونه، د شیعیانو په وژله کی د ترهه ګرو د جنایتونو په ضد د مظاهرو او پرلتیو کتونکی دی.

د پاکستان د شیعه عالمانو شورا هم اعلان وکړ: ټاکل شوې ده د دغه هیواد مسلمانان د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته؛ د ترهه ګرو ډلو د جنایتونو په غندنه کی، په زیاترو ښارونو کی د مظاهرو او پرلتۍ وهنی اقدامات ترسره کړی.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی«راجا ناصر عباس جعفری» هم، د دغه هیواد د امنیت په پوره کولو کی د پاتی راتلو په دلیل، د اسلام آباد په دولت باندی د نیوکې په کولو سره وویل: ترڅو پوری چی د پاړه چنار د پرلتۍ وهونکو شیعیانو غوښتنې پوره نه شی، خپلې پرلتۍ ته دوام ورکوی.

پرلتۍ وهونکی د پاړه چنار ښار د جنایتونو د عواملو د پیژندنی او سزا کیدو غوښتونکی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.