پاړه چنار کې د پښتنو نسل کشي د حکومت ناکامی ده، ډاکټر سید عالم محسود

د کرم ایجنسۍ پاړه چنار کښې د بم دهماکو په ضد پښتونخوا اولسي تحریک پيښور کښې احتجاجې مظاهره کړي ده. پریس کلب مخې ته د مظاهرې مشري د تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود کوله چې پکښې د تحریک خپلو ګډون والو نه علاوه نورو یو شمیر سیاسي او سماجې غړو شرکت اوکړو. په دې موقع ډاکټر سیدعالم محسود اوویل چې پاړه چنار کښې دهماکو کښې اتیا پورې کسان مړه کیدل د انتظامئی ناکامي ده ولې پيښې نه پس د خپل حفاظت په خاطر احتجاج کوونکو باندې ډزې کول ظلم دی. دوې زیاته کړه چې حکومت او سکيورټی ادارې د دې دغه پيښې تحقیقات اوکړي او په مظاهرینو ډزې کوونکې ته دې سزا ورکړی شي. دوې د حکومت او فوځ اعلي چارواکو نه د پاړه چنار دوره کولو او هغلته په دهرنا کښې موجود خلکو سره خواخوږي ښودلو هم مطالبه کړي ده. سید عالم محسود اوویل چې قبائلي اولس دې نور به تیارو کښې ساتلو په ځآئي هغلته اصلاحات اوکړې شي او دا سیمې دې خېبرپښتونخوا کښې ضم کړی شي.

په دې موقع د فاټا لائرز فورم مشر رحیم شاه آفریدي اوویل چې د پاړه چنار دهماکو کښې د فرقه ایز اختلافات خورونکو هم لاس کیدلی شي ولې حکومت دې په دې اړه ژور تحقیقات اوکړې.

احتجاجې مظاهرې ته تقریر کښې د عوامي نېشنل پارټۍ جمیله ګیلاني اوویل چې پاړه چنار کښې پرله پسې داسې پيښې د پښتنو نشل کشۍ مترادف دي ولې د دې به ډیرې خطرناکې نتیجې رابرسیره شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.