پاکستاني فوځیانو په کنړ ولایت د توغندو باران کړی، کابل غلی دی
د افغانستان په ختیځ کښې د کنړ د والي ویاند محمد غني مصمم وویل چې د پاکستان پوځ له وړمې ورځې راهیسې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ خپلې توغندوي حملې یوځل بیا پيل کړې دي.
همداشان د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش هم مدعي شوی چې له وړمې ورځې راهیسې په سرکاڼو ولسوالۍ کابو درې سوه توغندي لګیدلي دي.
د پاکستان لخوا د افغانستان پر ختیځو سیمو د دغو میزایل حملو د احتمالي مرګ ژوبلې او نور تاوان په هکله لا کوم رپورټ نه دی خپور شوی.
د پاکستاني ځواکونو د پرله پسې حملو پرضد کابل تروسه څه نه دي وویلی نه په کابل کې یې په دې اړه د پاکستان د سفارت سره کومه اړیکه نیولې