پاکستانۍ فوځي جنرال وايي، هند د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي

د پاکستان پوځ لوی درستیز، هند په دی تورن کړ چی د چین او پاکستان د اقتصادی کریډور پروژې ته د زیان رسولو هڅه کوی.

جنرال«زبیر محمود حیات» د پاکستان په جنوب کی د سند صوبې په مرکز(کراچۍ ښار) کی ادعا وکړه؛ هند د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي د هند د استخباراتو سازمان«راء» پدی لټه کی دئ، چی د «سی پک» په نامه د چین او پاکستان ۴۶ میلیارد ډالریز کریډور ته زیان ورسوی. نوموړی زیاته کړه: د پاکستان پوځ؛ له داشان لانجو سره د مقابلې لپاره ضروری اقدامات غوره کړی دی. هند او پاکستان؛ په ۱۹۴۷ م کال کی د خپلواکۍ له وخت څخه، له مختلفو مناقشو او لانجو سره لاس ګریوان پاتی شوی دی؛ چی ډیر مهم یی د کشمیر د مالکیت په سر اختلاف دئ، چی دوې ځلې یی د هغه په سر جګړه هم کړې ده. مګر په وروستیو کلونو کی د ټروریزم مسئله هم، د دؤو لورو په اختلافاتو باندی زیاته شوې ده، او هغوی له ټروریزم څخه په ملاتړ باندی د یو او بل په تورنولو سره، پخپلو کی د تفاهم او خبرو اترو د هر ډول زمینې د برابریدو په وړاندی خنډ ګرځیدلی دی

د پاکستان د فوځي جنرال د بیان په ځواب کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری د پاکستان د جنرال ادعا په کلکه رد کړې ده او ویلي یې دي افغانستان یو ازاد او خودمختاره هیواد دی هیڅکله به چاته د ګاونډي پرضد د خپلې خاورې د کاورلو اجازه ورنکړي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.