پاکستان ته تلي د افغانستان سياستدانان خپل حکومت ورټل
د ولسمشرغني ویاند شاه حسین مرتضوي په پاکستان کې د افغان سیاسیونو د سولې ناستې په تړاو غبرګون ښوولی دی. او هغوي يې ورټل.
ښاغلي مرتضوي په دې غبرګون کې ویلي چې افغان سیاسونو باید د دغه ډول ناستو پر ځای د سولې مشورتي لویې جرګې په هغه ناسته کې ګډون کړی وای چې د خلکو ۳۲۰۰ استازیو پکې ګډون کړی و.
دی وایي، افغان سیاسونو د سولې په تړاو ناستې ته پاکستان ته ولاړل، خو ولې یې په مشورتي لویه جرګه کې ونډه و نه خیستله او تحریم یې کړه.
د ولسمشر ویاند دغه غبرګون وروسته له هغې وکړ چې د افغانستان سولې په تړاو یوې ناستې ته د جمعې په ورځ څه باندې۳۰ افغان سیاسون ولاړل.
یادو سیاسونو پرون شنبه د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور په بوربان سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو جوړې شوې ناسته کې ګډون وکړ.
د سولې مشورتي لويه جرګه د ۲۰۱۹ ز کال اپرېل میاشتې په ۲۹ پیل او د مې تر دریمې یې دوام درلود چې شاوخوا ٣٢٠٠ برخوالو د سولې د څرنګوالي په اړه پکې بحثونه وکړل.