پاکستان د افغانستان په مشرۍ او ملکيت د سولې او امن بهير سره ملاتړ ته غاړه کېښوده

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې ولسمشر غني په اوسني شرایط کې چې د دوه اړخیزه همکاریو لپاره یوه فرصت رامنځته شوې ده، د جنرال باجوه په مشری کابل ته د پاکستاني چارواکو د پلاوي د سفر هرکلی وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل او په دغه کتنه کې دواړو لورو د سیمې پر امنیت، دوه اړخیزه اړیکو، له تروریزم سره پر مبارزې، سوداګرۍ او ترانزیټ بحث او خبرې وکړې.

د ارګ ماڼی په وینا، پاکستاني پلاوي ژمنه وکړه چې پاکستان د ترهګرو او د ګډ ګواښونو پر ضد د مبارزې په خاطر د هر اړخیزه همکاریو لپاره چمتو دي او د افغانانو په مشری او مالکیت د سولې له بهیر سره ملاتړ کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پلاوي سره د کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې د سیمه ییز سولې او امنیت لپاره او په نورو برخو کې د همکاریو په موخه د یوه واضیح چوکاټ د جوړېدو په خاطر نورې ګامونه دې د کاري ټیمونو له خوا پورته شي او د هر یوه ژمنې لپاره د څارنې او مهال ویش سیسټم هم رامنځته شي.

ارګ ماڼی وایي، د جنرال باجوه په مشری پاکستان پلاوي ژمنه وکړه چې کاري ټیمونه به د عملي او تطبیقي پلانونو په اړه خپل کار پیل کړي.

په همدې حال کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې امنیت د دواړو هېوادونو او د سیمې په ګټه دی او کولای شي چې د دواړو هېوادونو ولس له فقر څخه وژغوري.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.