پاکستان د امريکه د ميليارډونو ډالره خيرات څخه منکر شو

د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر چوهدری نثار علی خان نن د افغانستان او د جنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنوی ستراتژۍ په غندلو سره وویل پاکستان په افغانستان کښې دامریکا او دهغې ائتلافیانو د ماتی مسول نه دی .

چوهدری نثارعلی خان د ډونالډ ټرمپ دغه ادعا چې امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره مرستې ورکړی دی د خندا وړ وبلله او داسلام اباد له حکومت څخه یې وغوښتل چې دتیرو شلو (۲۰)کلونو ریکارډ خپور کړی چې د امریکا ادعاګانې  ښکاره شی .

هغه وویل امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره نه دی ورکړی بلکې اسلام اباد ته یې موم پلی(Peanuts) ورکړی دی .

چوهدری نثار علی خان وویل دامریکا لخوا د کولیشن سپورټ فنډ(Coalition Support Fund)پیسې دهغو خدماتو لپاره ورکړل شوی دی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ترسره کړی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.