پاکستان د سرکاري ټیلویژون لخوا پښتون قام ته د سپکوي پرضد پېښور کې مظاهره وشوه

د پاکستان د سرکاری ټيلويژون څخه تيره ورځ د ټوکو ټکالو په يو پروګرام کې پښتون قام ته شوي سپکوی پرضد اخر هم پښتانه د سوشل ميډيا احتجاج روسته په سړکونو را و وتل او د پېښور پريس کلب مخې ته يې احتجاجي مظاهره وکړه
 په شوې مظاهره کې د حکومت څخه غوښتنې وشوې لومړۍ چې د دغې پروګرام منيجر, پروډيوسر, سکرپټ ورايټر, او منيجر دې زر تر زر د نوکرۍ لرې کړی شي په پروګرام کې سپکوی کونکی شاعر که سرکاری نوکر وي د نوکرۍ دې وباسل او پاکستان ټيلويژن کې دې پرې بنديز ولګول شي
پاکستان ټيلويژون دې په ښکاره ډول کړي سپکوی د پښتون قام څخه بخښنه وغواړی, او په ورځپاڼو کې دې معافی نامه خپره کړي
کومو خلک چې په دغه پروګرام کې ګډون کړی ؤ او د نسل پرستۍ په جرم کې شريک وو تل د پاره دې په دوي بنديز ولګول شي, او بيا د پاره په پروګرام کې د کينولو مخکې دې د خلکو تربيه وشي ګني زمونږ احتجاج به هم داسې دوام ولری
په پېښور کې يوه فعاله پښتنه پلوشه عباس چې په دغه احتجاجی لايون کې يې ګډون کړی وو دی پشتون ايکسپريس ته و وويل چې دا لومړۍ ځل نه دای چې د سرکاری ټيلويژون لخوا د پښتنو پرضد داسې زهر خپرېږي بلکې هر وخت د پښتنو سپکوۍ کيږي, د هغوي په محنت مزدورۍ رشخند وهل کيږي, د چوکيدار, نسواری او نشايی په نوم ورته توهين کيږي چې دا هيڅکله پښتون قام ته د منلو وړ نه دای
سياسي او سماجی فعال طارق افغان دی پشتون ايکسپريس ته و ويل د پښتون قام توهين به ونشي زغمل, د داسې کړنو په کلکه غندنه کوو
د نيشنل يوت ارګنايزيشن چيرمين محسن داوړ دی پشتون ايکسپريس ته و وويل په يو قام پسې ټوکې ټکالې کول د فکر نه بهر خبره ده, پداسې کړنو يواځې نفرتونه خپريدای شي, حکومت دې ککړ کسان د نوکرو لرې کړي او محکمه دې کړی شي
پېښور د احتجاجي لاريون روسته په کوټه , کراچۍ سوات او نورو ښارونو کې د سرکاری ټيلويژون لخوا د شوي سپکوۍ پرضد احتجاجی مظاهرې اعلان شوي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.