پاکستان د ملیونونو ډالرو په ارزښت د خنزیر غوښه افغانستان کې ناټو ځواکونو ته صادره کړې ده

پاکستان، چې له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو خلاف د وسله والو طالبانو ملاتړ کوی، له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له حضوره په بیلابیلو برخو کې مالی ګټې ترلاسه کوی.

د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼې په نننۍ /پنجشنبه/ ګڼه کې لیکلی؛ چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د ملیونونو ډالرو په ارزښت د خنزیر یا خوګ غوښه افغانستان ته صادره کړې ده.

د پاکستان د مرکزی بانک (سټېټ بانک) د تازه شمیرنو له مخې، پاکستان د ۲۰۱۵ له جون څخه د ۲۰۱۶ تر مارچ پورې په ۹ میاشتو کې افغانستان ته د ۲ ملیونه او ۸ لکه ډالرو په ارزښت د خوک تازه یا یخ وهلې غوښه صادر کړې او د روان مالی کال په نهو میاشتو کې یې تراوسه د ۴ لکه ۴۷۰۰۰ ډالرو په ارزښت د خوک غوښه صادر کړې ده.

د پاکستان مرکزی بانک وایی چې پاکستان د خوک غوښه تر ټولو زیاته افغانستان ته صادره کړې ده.

د دغه بانک په وینا د پاکستان د خوک د غوښې تولید او صادرات په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.

د پاکستان په مری، ازاد کشمیر او اسلام اباد کې د خوکانو ګڼ فارمونه جوړ شوی دی.

د پاکستان په یو شمیر نورو سیمو کې هم وحشی خوکان شته خو د ډیلی ټایمز د راپور پر اساس په افغانستان کې مېشت بهرنی پوځیان د وحشی خوکانو غوښه نه خوری.

ورځپاڼه وایی چې د خوک په ټنونه غوښه له راولپنډۍ څخه لاهور ته وړل کیږی او هلته د صادراتو لپاره بسته بندی کیږی.

د پاکستان د صادراتو او وارداتو اداره د خوک د غوښې د تولید او صادراتو په اړه څه نه وایی، ځکه چې د پاکستان ټولنه مذهبی ده او دا اداره نه غواړی چې خلک پرې خبر شی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.