پاکستان د هندوستان او امریکې ترمینځ د وسلو له تړون په اړه اندیښنه ښکاره کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د امریکې او هندوستان ترمینځ د وسلو له وروستي تړون څخه خپله اندیښنه څرګنده کړه

د امریکې حکومت په نزدې راتلونکي کښې د هندوستان په سمندري ځواک باندې د بې پایلټه الوتکو د خرڅون لپاره د وسلو هغه دوه میلیارډ ډالریز تړون تاییدوي چې واشنګټن ته د هندي وزیراعظم نریندر مودي په وروستي سفر کښې پرې دواړه لوري سلا شول.

د پاکستان حکومت هندوستان ته د امریکې د پرمختللې ټیکنالوجۍ له منقلیدو سخت اندیښمن دی.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې څرګنده شوې ده چې د وسلو داشان خرڅونه د سویلي آسیا سټرټیجک ټیکاو له خطر سره مخامخولی شي.

د هندوستان او امریکې په ګډه خبرپاڼه کښې بیا له پاکستانه غوښتنه شوې چې پر نورو هیوادونو د حملې لپاره د یوې اډې په توګه د خپل هیواد د خاورې له نه استعمالیدو دې ډاډ ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې هند وزیراعظم تیره یکشنبه په درې ورځني سفر امریکې ته تللی و.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.