پاکستان د ځان خلاصي د پاره بیا د ترهګرۍ پېښو پړه په افغانستان وړوله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان په هیواد کې دپرونیو ترهه ګرو چاودنو په غبرګون کې وویل هر وخت چی دافغانستان او پاکستان سرحدی لارې پرانستل شی په پاکستان کې ترهه ګر ې حملې زیاتیږی

چودری نثارپه  سند او بلوچستان صوبو کی د امنیتی ادارو له مسولانو سره په تماس کې وویل  په کویټه او پاراچنار ښارونو کې  پرونۍ چاودنې افغانستان پورې اړه لری

د پاکستان دپوځ ویندوی میجر جنرل اصف غفور هم ادعا کړی ده په پاکستان کې د ترهه ګرو حملو نښې نښانې د افغانستان په خاوره کې دی .

پرون په کویټه او پاراچنار ښارونو کې په ترهه ګرو چاودنو کې کابو اویا کسان مړه او څه د پاسه ۲۰۰ هم ژوبل شول

پاکستان او افغانستان یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوی

د افغانستان دولت د دې تور په اړه تروسه کوم غبرګون ندای ښکاره کړی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.