پاکستان له امريکه مالی مرستې نه غواړی, د فوځ مشر باجوه

د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر په یوه بیانیه کې وویل  د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په راولپنډۍ کې د امریکا له سفیر ډیویډ هیل سره په کتنه کې ویلی دی چی پاکستان له امریکا مالی مرسته نه بلکې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د خپلو هلو ځلو تسلیمول غواړی .

جنرال باجوا ویلی دی چی په افغانستان کې د اوږده جنګ د ختمولو لپاره درستو اغیزمنو قدرتونو ترمینځ ملګرتیا او مرسته د بریالیتوب کیلی ده .جنرال باجوا ویلی دی چی د بل هر هیواد په شان پاکستان هم په افغانستان کې امن غواړی . ده همدار از زیاته کړی ده چی زمونږ دا هلې ځلې د بل چا د خوشحالولو لپاره نه بلکې زمونږ د سیاست او ملی ګټو په خاطر دی .

په پاکستان کې د امریکا سفیر دیویډ هیل هم ویلی دی چی امریکا له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د پاکستان رول ته اهمیت ورکوی او د افغانستان د مسلې د اواری لپاره له پاکستانه مرسته غواړی .

پاکستان د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا په نوی سټراټیجۍ سخت غبرګون ښودلې دې .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.