پاکستان وايي، هيڅ ترهګره ډله یې په هیواد کې شتون نلري

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د پاکستان د طالب ډلې، جماعت الاحرار،داعش،حقانی او القاعدې په شمول هیڅ یوه ترهه ګره ډله په دغه هېواد کښې په منظمه توګه شتون نه لری

نفیس زکریا په خپله اونیزه خبری ناسته کښې وویل: هغه ادعا چې د پاکستان په قبائلی سیمو  کښې د حقانی ډلې د شتون په باره کښې مطرح کیږی په دې وجه ده چې د افغانستان په شمول ځینې هېوادونه کوشش کوی چې پاکستان د خپلو کمزوریو ذمه وار وبلی

هغه وویل: د افغانستان په خاوره کښې د حقانی ډلې د یو شمېر سرغنه ؤ وژل کېدل په ښه توګه د دې حقیقت ښودنه کوی چې دغه ترهه ډله د افغانستان په خاوره کښې شتون لری.

هغه زیاته کړه: له ترهه ګرۍ سره د پاکستان موثره مقابله د دې سبب شوې ده چې ترهه ګر له دغه هېواد وتښتی او د پاکستان د امنیتی حالاتو نسبی ښه کېدل هم د دې  حقیقت بیانونکی دی.

هغه په عېن حال کښې وویل: پاکستان په افغانستان کښې د سولې له رامنځته کېدو سره په مرستې سره د هر ډول کوشش ته چمتووالے لری.

نفیس زکریا همدارنګ ادعا وکړه چې په افغانستان کښې موجود ګڼ شمېر هندوان نه غواړی چې په  افغانستان کښې سوله او ارامښت رامنځته شی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.