پاکستان وايي : امریکا باید په افغانستان کښې ترهګر له مینځه یوسی
د پاکستان دملی امنیت کمیټۍ په اسلام اباد کښې په یوې(۱) غونډې کښې چې مشرۍ یې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کوله دامریکا د ولسمشر ټرامپ له ګواښونو ډکې څرګندونې رد کړې او دامریکا د سیاست په اړه یې دملی وحدت د رامینځته کولو فیصله وکړه .
په غونډې کښې ګډون کونکو پوځی او غیر پوځی لوړرتبه چارواکو وویل دهیواد د امنیت او د خپلواکۍ په اړه به هیڅ ساز باز ونکړی .
دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دترهګرو پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړی دی او په افغانستان کښې پټ شوی ټروریسټان په پاکستان کښې دترهګرۍ مسول دی .
دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دامریکا له عسکرو هیله لری چې هغوې په افغانستان کښې د ترهګرو د امن ځایونو په ختمولو کښې خپل رول ولوبوی او زیاته یې کړه پاکستان دهغو ترهګرو پرضد چې په هیواد کښې په ترهګرۍ کښې لاس لری د امریکا لخوا د اقداماتو دترسره کیدا توقع لری .
دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ زیاته کړه په افغانستان کښې دامنیت او ثبات ټینګیدل د پاکستان په ګټه دی خو دافغانستان جنګ له پاکستان څخه نشی کیدلای .
دپاکستان ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دقربانۍ دپسه په جوړولو سره به په افغانستان کښې دامن په راوستلو کښې هیڅ مرسته ونکړی .
پرون په اسلام اباد کښې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی تر مشرۍ لاندې د ملی امنیت دکمیټۍ غونډه تر پینځو() ساعتونو پوره روان وه او پکښې د پوځ مشراو د هوای ځواک ، دسمندري ځواک مشرانو او دغه راز دفاع وزیر ، خارجه وزیر ، خزانې وزیر ، دکورنیو چارو وزیر او د دریو(۳) جاسوسۍ ادارو ایی ایس ای(ISI) ، ایی بی(IB) ، ایم ایی(MI) مشرانو او نورو چارواکو ګډون وکړ .
د پاکستان ملی امنیت کمیټۍ له غونډې وروسته یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې ویل شوی دی پاکستان دترهګرۍ پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړی دی .
دترهګرۍ پرضد دجنګ له کبله دپاکستان اقتصاد ته ۱۲۰ میلیارډه ډالره تاوان رسیدلی دی .
دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ په دغه بیانیې کښې زیاته کړی ده دترهګرۍ پرضد دجنګ په وجه دغه هیواد ته ګڼ شمیر کډوال ورپه برخه شول او زیاته یې کړه چ ې دامریکا د حکومت لخوا پاکستان ته دمیلیارډونو ډالرو د ورکولو خبره بیخی بې بنیاده او غلطه ده .
دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد له کوم توپیر پرته د ترهګرو پرضد اقدامات کړی دی او له پاکستان سره پیاوړی کمانډ او کنټرول نظام شته او مونږ به خپله خاوره د نورو هیوادونو پرضد استعمال نکړو خو هیله لرو چې ګاونډی هیوادونه هم خپله خاوره د پاکستان پرضد استعمال نکړی .