پاکستان وايي د امریکه په وړاندې به زیر نه شي
د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر وویل: اسلام آباد پکار نه دی د امریکې د زور ویونو په وړاندې تسلیم شی
د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر او د پیپلز پارټۍ استازی سید خورشید احمد شاه پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: پاکستان ته پکار دی د امریکې او د هغې تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو د زور ویونو په وړاندې تسلیم نه شی
هغه همدارنګ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نامه د سعودی په خودساخته فوځی ائتلاف نیوکه وکړه او زیاته یې کړه کوم عوامل د دې سبب شول چې ځینې اسلامی هېوادونه دې له دغه ائتلاف سره یوځاے شی.
د پاکستان د حزب اختلاف مشر همدارنګ په پاړه چنار شیعه مېشته ښار کښې د وروستیو ترهه ګرو حملوپه ردعمل کښې وویل: د داعش په شمول ترهه ګرې ډلې د صهیونېسټ رژېم لاس پوسې ادارې ګڼلې کیږی.
خورشید شاه همدارنګ د اسلامی نړۍ په هغو مشرانو چې د سلط غوښتونکو قوتونو د لاس آلې جوړې شوې دی په نیوکې سره وویل: په اسلامی نړۍ کښې د اختلافاتو اور غرغنډه شوے دے او له بده مرغه د اسلامی هېوادونو ځینې مشران د حالاتو په اړه بې پروائی کوی