پاکستان په انګور اډه کښې د اغزن تار غځولو په کار پیل وکړ

د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې پاکستان د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کښې د دې تر مخه د چلغوزیو ډیرې ونې وهلې وې او فوځی تاسیسات یې جوړی کړی وو.

د برمل ولسوالۍ د وزیرو قومی شورا مشر حاجی قدرت الله وزیر رسنیو ته وویل چې نن د پنجشنبې په ورځ په سلګونو کاریګر انګور اډې ته راغلل او د اغزن تار لګولو کار یې شروع کړ.

باید وویل شی چې څه موده مخکې د پاکستانی پوځ ویاند ویلی وو چې د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار غځولو  وړومبے پړاو بشپړ شو، دویم پړاو به یې هم زر شروع شی چې په هغه کښې به د بلوچستان صوبې پر پوله اغزن تار ولګول شی.

تیره ورځ د افغانستان د قبایلو چارو وزیر عبدلغفور لیوال په خپل بیان کې ویلي وو چې پاکستان ته به په پله د تاسیساتو جوړولو اجازه ورڼکړل شي خو تروسه د پاکستان په وړاندې د بیان په مطابق کوم عملي اقدام ندی شوې

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.